کور / تازه خبرونه / د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډي وسوې

د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډي وسوې

د ختیځ زون په بېلا،بېلو ولایتونو کې د جلا،جلا غونډو پرمهال سلګونه تنو د ولسمشرۍ له نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
کونړ:د کونړ په په خاص کونړ او څوکۍ ولسوالیو کې دفکراو عمل جرګې لخوا په دوه بیلا بیلو غونډوکې سلګونه تنو د ډاکتراشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
دوی ته د ویناوو پروخت حاجي محمدحسن حسام ،اشناګل بانډه وال،غرني او یو شمېرنورو قومي مخورو د ډاکټراشرف غني د اهدافو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
له ویناوو وروسته د سیمې مخورو له ډاکټراحمدزي څخه خپل ملاتړ وښود او هغه یې د ښه ظرفیت،سابقې او طرحو له مخې یې د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته ترټولو وړ او اړین کاندید یاد کړ.
ننګرهار:په ننګرهار کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ولایتي دفتر مسولینو د سره رود ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو سره غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي او ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ولایتي مشر نصرت الله ارسلا وویل، دوی د دې لپاره مشرانو او مخورو سره مشورې کوي، چې راتلونکی ولسمشر په ډېر غور سره وټاکو، نو د دې لپاره په ټاکنوکې تر ګډون وړاندې دا فکر مهم دی چې موږ راتلونکې ټاکنې یومسولیت وګڼو او په غور سره خپلې رايې وکاروو.
نوموړي وویل، دوی د داسې یوشخص په څنګ کې ولاړ دي، چې کولای شي په خپل غوره مشرتوب سره د دې هېواد د نسلونو راتلونکی روښانه کړي او دغه وړتیاوې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې شته.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین غړي ډاکټر زرعلي معروف وویل، زموږ هېوادوالو په ډېرو سختو شرایطو کې د علامه سید جمال الدین افغان په څېر یوه هستي موندلې، توپیر دا دی، چې د علامه سيد له علم او تجربو مو ګټه پورته نه کړه، خو که ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی غوره نه کړو، سبا به په دې شخصیت پسې لاسونه مروړو.
د سره رود ولسوالۍ قومي مشر حاجي انور اکرام وویل، دوی د ډېرو مشورو نه وروسته برېکړه کړې چې خپلې رايې به د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه کاروو.
د یادونې وړ ده،چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ټول فعالیتونه د زون د عمومي دفتر په همکارۍ او سرپرستۍ مخته ځي.