کابل:نا معلومه وسله والو يو سويډنی تبعه ووژئ

د لراوبر اداره | مارچ 11th, 2014


وسله والو کسانو څو شيبې مخکي يو سويډنی تبعه چي ويل کېږي خبريال وو ويشتلی او وژلی دی.
دکابل څخه دلراوبر همکار خبر راکړ چي پېښه نن غرمه پر یولس بجې او اووه ویش دقیقې دکابل دوزیر اکبر خان پر پنځلسم سړک رامنځته سوه چي په پايله کي دغه ژورنالیست لومړی زخمي سو خو وزیراکبرخان روغتون ته د رسېدو سره يې ساه ورکړه.
يوې سرچينې لراوبر ته وويل چي دغه کس د يوه رستورانټ مخته ولاړ و چي يوه وسله وال پر سر په توپنچه ووېشتئ.
امنيتي کسانو د دوو شکمنو کسانو د نېول کېدو خبر ورکړی دی.خو د وژل سوي كس په هكله جزيات نه دي وركول سوي.
بله خوا طالبانو په دې اړه بېخبري ښوولې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024