کور / تازه خبرونه / بلوچ :عمليات د مسئلې حل نه دى

بلوچ :عمليات د مسئلې حل نه دى

پېښور: دپاکستان د دولتي اژانس اى پي پي د خبر له مخې دپاکستان درياستي چارو وزير عبدالقادر بلوچ ويلي چې عمليات د مسئلې حل نه دى٬ عمليات به د ھغو خلقو پر ضد كېږي چې د اساسي قانون او د رياست په ضد بغاوت كوي۔د كوم هېواد ٦ لكه پوځيانو سره چې نوې وسله وي د ھغه هېواد مشر د چا څخه نه ويرېږي۔ دا خبرې نوموري د افغان كډوالو كشمنرۍ دلاهور دفتر كې د كډوالو له مشرانو سره ليدو څخه ورسته رسنيو سره په خبرو کې وکړى نوموي وزير زياته کړه كوم طالبان چې د هېواد اساسي قانون نه مني او بې ګناه وګړي شهيدانوي كه اړتيا راغله نو د ھغوي پر ضد به عمليات كولې شي۔ په پاكستان كې د ٣٥ كالو راهېسې افغان كډوال مېشته دي دوي به تر دسمبر ٣١مې نېټې كال ٢٠١٥ خپل هېواد ته ستنېږي بلوچ په خبره داسې ګامونه به پورته كولي شي چې افغان كډوالو ته به ستنېدو كې ستونزې نه وي او په دې لړ كې به پاكستان د افغانستان سره مرسته كوي