کور / تازه خبرونه / تازه خبر:دملي امنیت پر تحقیق څانګه برید روان دئ

تازه خبر:دملي امنیت پر تحقیق څانګه برید روان دئ

په کندهار کې وسلوالو د ملي امنيت د تحقيق څانګه تر بريد لاندې نېولې
همداوس د کندهار ښار د دوهمې ناحيې اړوندې د خاد پر کوڅه درې وسله وال د ملي امنيت د تحقيق پر څانګه بريدونه پيل کړي دي. اوس هم ډزې روانې دي.
امنيتي چارواکو د پېښې پخلى کوي او وايي، چې پوليس يې په مقاومت بوخت دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايې تر اوسه د افغان ځواکونو لخوا یو تن وژل سوي او دوه نور په جګړه بوخت دئ
بلخوا بیا يوه عيني شاهد وويل، چې وسله وال څلور تنه وه او په زرنج موټر سايکل کې راغلل، ناڅاپه يې د ملي امنيت د تحقيق پر څانګه ډزې پيل کړې او د ملي امنيت د تحقيق څانګې د ساتونکو تر وژل کېدو وروسته يې د هغوئ د ساتنې په پوسته کې ځاى پر ځاى سول او اوس د هغه ځاى ټکان کوي، او نور امنيتي ځواکونه ور تلاى نه سي.
خو د امنیه قومانداندۍ ویاند ضیاء د درانی بيا دغه کسان درې بولي او وايي، چي يو تن يې وژلى سوى او دوه تنه لا هم مقاومت کوي.
دغه سيمه د شهيدانو چوک سره ده، چي پکښي د استوګني کورونه او دوکانونه هم سته.