کور / تازه خبرونه / دکندهارپه ننني بریدکي۵تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

دکندهارپه ننني بریدکي۵تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

په کندهار کې د ملي امنيت د تحقيق پر پخوانى ودانۍ بريد وسو

نن سهار د کندهار ښار په منځ کي د ملي امنيت د تحقيق پخوانۍ ودانۍ د درويو وسله والو تر بريد لاندي راغله، چي په پايله کي ټول بريد کوونکي وژل سوي او دوه افغان سرتېري ټپيان سوي دي.

دغه بريد، چي نن سهار لس بجې د کندهار ښار د شهيدانو چوک ته څېرمه د خاد په کوڅه کي وسو، تقريبا يو څلوېښت دقيقې يې دوام وکړ.

بريد کوونکي، چي درې واړه يې ځوانان وه، کليوال ايسېدل او د افغان امنيتي ځواکونو له لوري دوه تنه يې ژر ووژل سول، خو يوه تن يې ډېر مقاومت وکړ، ځکه د قراول د ساتنې په پوسته کي ځاى پر ځاى سوى وو.

چارواکي وايي، چي وسله وال بريد کوونکي په يوه زرنج موټر سايکل کي سپاره وه او د ملي امنيت د تحقيق په پخوانۍ ودانۍ، چي اوس پکښې د ملي امنيت د منسوبينو کورونه دي، بريد وکړ.

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د پېښې سمدستي خبريالانو ته وويل، چي په بريد کي درې بريد کوونکي وژل سوي او د ملي امنيت ساتونکي ټپيان سوي دي.

هغه زياته کړه، چي افغان سرتېرو په سمدستي توګه سيمې ته رسېدلې، خو ددې لپاره، چي ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي، نو چټک اقدام يې نه دى کړى.

په سيمه کي عيني شاهدانو وويل، چي وسلوال په زرنج موټرسايکل کي سپاره وه او ناڅاپه يې د لاسي بمونو بريدونه او د سپکو وسلو ډزي پيل کړې.

هغوئ وويل، يو شمېر کسان يې وليدل، چي په ټپي حالت کي امبولانس انتقال کړل، خو په خپلو خبرو کې يې د امنيتي سرتېرو چټک اقدام وستايه.

ددې بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دئ، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا له اوږده ځنډ وروسته په کندهار کې لومړنى ډله ايز بريد وو، چي ترسره سو.

دا په داسې حال کي ده، چي نن د کندهار ښار د خرقې شريفې په جومات کې د ولسمشر د لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم فاتحه هم روانه وه، خو هلته د ورتګ لپاره ځينې لارې بندې سوي وې او د موټرونو پر تګ بنديز لګېدلى وو.