کور / تازه خبرونه / دازموينې په تالارونو کې کمرې لگول شوي

دازموينې په تالارونو کې کمرې لگول شوي

پېښور: دپېښورښوونيزبورډ لخوا دنهمو اولسموټولگيوکلنۍ ازمويني پيل شوي خو دنقل دمخنيوي لپاره يې د ازموينې په تالارونو کې کمرې لگولي دي د پېښوردښوونيزبورډمشرډاکټرشفيع رسنيو ته وويل چې يولکوپنځه ديرش زره اته سوه څلورو ښځنيو او هلکانو زده کوونکو په دې ازموينه کې برخه اخيستې ده چې په کې دپېښور،چارسدې ،چترال ،خېبرايجنسۍ،مومندايجنسۍ او دادم خيلو درې زده کوونکي شتون لري چې ٥٠٦ تالاره ورته ټاکل شوي په دې تالارو کې دنقل دمخنيوي لپاره يې کمرې لگولي دي دازموينه به دمارچ تر٢٩ نيټې پورې روانه وي