کور / تازه خبرونه / طالبانوته د دفترد پرانستلو پروړانديځ غور نه دى روان

طالبانوته د دفترد پرانستلو پروړانديځ غور نه دى روان

اسلام آباد : دپاکستان دولتي اژاني د كورنيو چارو وزارت مرستيال انجینئر بلیغ الرحمن وئيلي دي چې د طالبانو د دفتر دپرانستلوپروړانديځ غور نه دى روان ، او نه دا ډول وړانديځ شوى د عوامی نېشنل ګوند په گډون د مخالفو ګوندونو غړو په دې خبره د پاکستان دمشرانو له جرگې ووتل د پاکستان دمشرانو د جرگې دغونډې په مهال د سناتور افراسیاب خټک د پوښتنې په ځواب کې انجینئر بلیغ الرحمن ووئيل د په اړه بيانيه ورځپاڼوته وركړل شوى ، د حکومت دريځ په ډاګه دى ، حکومت به داساسي قانون په ضد كوم ګام نه پورته كوي ، وزیراعظم هم د داساسي قانون له مخې كار كوي۔ له دې نه وړاندې سناتور افراسیاب خټک ووئيل دخېبر پښتونخوا صوبائی وزیر شوکت يوسفزي په پېښور كې د طالبانو دفتر جوړولو ورانديځ کړى دى۔ ، د دې تنظیم دفتر پرانستلووړانديځ د انديښنې وړ دى، دې سره د هيواد پيژندګلو مجروح كېږي ، دا صوبائی معامله نه ده ، وفاقی حکومت دې په دې اړه خپل موقف په ډاګه كړي بله خوا د خيبرپښتونخوا اعلى وزيرپروزخټک يوځل بيا په دې خبرې ټينگارکې چې مونږ طالبانو ته نه يوازې دفتر بلکې ډيرو شيانو ورکړې ته چمتو يو