په هلمند کښي ښخ سوي ماین ددروتنو ژوند واخیست

جان محمد مهربان | مارچ 12th, 2014


دهلمند ولایت مقام درسنیو دفتر لراوبر ته په خپله خبرپاڼه کښي لیکلي دي چي: ياده شوې پيښه د سه شنبې په ورځ غرمه مهال د سنگين ولسوالۍ په شكرشيله سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې يوپلاراو دده دوه زامن چې دريوواړود ماشومانود واكسين په برخه كې د رضاكارانوپه توگه كاركاوه د ځمكني ماين په چاودنه كې ځاى پرځاى په شهادت رسيدلي دي.
د هلمند ولايت مقام د ترهگرودغه عمل چې هروخت يې ډيره مرگ ژوبله ملكي اوبيګناه خلكوته اوړي په سختوټكوكې غندي اودا عمل د انسانيت اوبشريت ضد عمل بولي.
د شهيدانوله كورنۍ سره په دې غم كې ځان شريك بولي اود كورنۍ غړوته يې د تسليت مراتب وړاندې كوي اوشهيدانوته د الله له دربارڅخه د فردوس جنت غوښتنه كوي. دپیښي پړه تردې مهال چا پر غاړه نه ده اخیستې.

Copyright Larawbar 2007-2024