کور / تازه خبرونه / کندهار:روغتیایي مرکزونه د روغتیا لپاره ګواښ دئ

کندهار:روغتیایي مرکزونه د روغتیا لپاره ګواښ دئ

دسهيل لوېديزي حوزې اوسېدونکي اوسني طب سوداګري بولي اود دې ستونزي ددايمي حل لاري غوښتنه کوي .
دغه خلګ ، چي دکندهار ښآر په بيلابيلو درملتونو او روغتونو کي دخپلو ناروغيو د درملني په موخه سرګردانه ګرزېدل په خبرو کي ويلي ، چي دلته کندهارکي ، چي دسهيلي حوزې مرکز بلل کيږي طبابت په کښي دسوداګرۍ بڼه خپله کړې ده .
او له دولتي چارواكو څخه يې د ستونځو دحل غوښتنه كوله .
دښار دبيلابيلو روغتونو او درملتونو څخه دليدني پرمهال راغلو ناروغانو دخبرو په ترڅ کي وويل ، چي دلته د راتګ او مراجعې کولو پرمهال هر ځلي د ګڼو ستونزو سره مخ وي ، خو داچي په بل ولايت يآ بل هيواد کي د درملني پيسې نه لري نو اړوي ، چي بياهم دغه روغتونونو او درملتونو ته مراجعه وکړي .
هغوئ په خبرو کي وويل که څه هم ستونزي يې ډيري دي ، خو تر ټولو لوي يې دادي ، چي دناروغۍ سم تشخيص نه کيږي ، ډېر او بې کيفيته درمل ورکول کيږ ي او د نخسې ليکلو پرمهال ډيري پيسې ځيني اخيستل کيږي .
دوئ د ډاکترانو له خوا شفري نخسې هم لويه ستونزي بولي او د اړوند مسؤلينو څخه غواړي ، چي دې حياتي موضوع ته خپله پاملرنه ډېره کړي .
دکندهار دعامي روغتيا رياست په استازيتوب ډاکټرعبدالشکورنصرت هم دخلګو دغه ستونزه مني او وايي ، چي دمخنيوي په موخه يې په څو ځله هغه ډاکټران ، چي ناروغانو ته ډېر درمل ليکي او هغه درمل پلورونکي ، چي بې کيفيته او تروخت تېر درمل پلوري دعامي روغتيا رياست له خوا جريمه سوي دي او په هره مياشت کي ددې رياست له خوا ټنونه هغه درمل هم سوځول کيږي ، چي دخلګو ژوند ته ګواښ وي .
.ښاغلي نصرت همدارنګه وايي ، چي هيواد ته د راواريدېدونکو تروخت تيرو درملو د راټولولو او مخنيوي په اړه هم دکندهار ګمرک او درملي اتحاديې دمسؤلينو سره په ګډه پر يوه پلان کار کړي ، چي ډېر ژر به يوه مثبته نتيجه ځيني ترلاسه سي .
دښاريانو په اند هيوادته دبې کيفيته درملو راواريدول ، دډاکټرانو لخوا ناروغانوته دډېرودرملو ورکول او پر خپل سرباندي ددرملو استعمال هغه ستونزي دي ، چي دګټي پرځاي يې ناروغانوته زيانونه ډير وي .