کور / تازه خبرونه / د کابل په زړه کي باندنى ژورنالیست ولي ووژل سو؟

د کابل په زړه کي باندنى ژورنالیست ولي ووژل سو؟

د کابل په زړه کي باندنى ژورنالیست ولي ووژل سو؟

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ د انتخاباتو په درشل کې د یوه سویډني خبریال د وژنې او پر نورو خبریالانو د دې پیښې د اغیزو په اړه لیکنې خپرې کړي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او پوښتنه یې کړې چې د کابل په زړه کې بهرنی ژورنالیست ولی ووژل شو؟

د سرمقالې لیکوال لیکي، چې د خبریال نیلس هارنر وژل کېدل د وزیر اکبر خان په ډیپلوماټیکه ساحه کې او د وسله والو تښتیدل عادي خبره نه ده.

لیکوال لیکلي، دغه خبریال غوښتل په کابل کې د لبناني رسټورانټ په اړه راپور جوړ کړي؛ د لیکوال په باور، د خبریال هارنر وژل کېدل دا تاییدوي چې؛ پر لبناني رسټورانټ حمله هم د طالبانو کارنه و.

د ویسا د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې؛ دولت دې دغه وژنه عادي پیښه نه ګڼي؛ بلکې د سیمې د استخباراتو پیاوړتیا ته په پام دې په استخباراتي او امنیتي اړخ کې چې کومه اړتیا شته باید ترممکن حده پورې ژر پوره کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د همدغه سویډني خبریال د وژل کېدو او په بلخ کې د افغان خبریال د ټپي کېدو او پر نورو خبریالانو یې د اغیزو په اړه لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر سید مخدوم رهین له قوله لیکلي چې؛ د انتخاباتو په درشل کې دا ډول پیښې پر نورو خبریالانو منفي اغیزې کوي او باید د دې پیښو عاملین ونیول شي.

په دې اړه لیکنه کې ښاغلي رهین ویلي چې؛ عدلي او قضایي ارګانونه باید د دې پیښو عاملین هرو مرو مجازات کړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلي چې؛ د انتخاباتو په درشل کې په کابل ښارکې د یوه بهرني خبریال وژل کېدل رسنیو ته د خطر زنګ دی.

د سرمقالې لیکوال د سویډني خبریال وژنه حیرانوونکې پیښه ګڼلې او د دې پيښې د عاملینونه نیول کېدل یې یوه لویه پوښتنه بللې ده.

په سرمقالې کې راغلي چې، د وزیر اکبر خان په سیمه کې چې امنیتي تدابیر په کې ډېر زیات دي؛ د سویډني خبریال وژل کېدل د امنیتی ځواکونو کمزوری او بی غوري ښیي.

لیکوال لیکلي چې، د انتخاباتو په درشل کې دا ډول پیښه خبریالان له ستونزو سره مخامخ کوي او هغوی اړ باسي چې پرځان سانسور وضع کړي ترڅو له دا ډول خطرونوسره مخامخ نشي.

چراغ:

چراغ غیردولتي ورځپاڼې د جمهور د خبري آژانس په قول خبر ورکړی چې؛ سویډنی خبریال هارنر د پولیسو له خوا په ډزو ټپي شوی و.

په دې اړه لیکنه کې د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهر له قوله ویل شوي چې؛ پر دې خبریال پولیسو شک کړی و؛ کله چې دریش یې ورته ویلي وو؛ نه و دریدلی او هغوی پرې ډزې وکړې.

خو په دې اړه په نورو ورځپاڼو کې څه نه دي راغلي او په خبرونو کې د امنیې قومندانۍ له قول ویل شوي چې؛ دا سویډنی خبریال د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی.