په کوټه چاودنه شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 14th, 2014


کوټه : دبي بي سي د خبرله مخې په کوټه کې د جناح روډ د ساينس کالج څلورلارې کې د يوې چاودنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي.ډاکټران وايي د ځينو ټپیانو وضعيت نازک دی.د کوټې پوليس وايي دغه چاودنه له لرې د کنټروليدونکي بم پر مټ شوې او بم په بايسکل کې ځای پر ځای شوی و.دوی وايي چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته هغه مهال وشوه چې د امنيتي ځواکونو کاروان له سيمې تېرېده.چاودنې يو بس موټر، څو رکشې، موټر او بايسکلونه ويجاړ کړي دي

Copyright Larawbar 2007-2024