کور / تازه خبرونه / مولانا سمیع الحق: طالبان خبرو ته چمتو دي

مولانا سمیع الحق: طالبان خبرو ته چمتو دي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې پاکستاني طالبانو خپلو مرکچیانو ته ویلي، له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.د همدې لپاره حکومت د اعلی چارواکو یو نوی پلاوی هم ترتیب کړی دی.د طالبانو د کمېټې یو غړی پروفیسر ابراهیم وزیرستان کې د طالبانو د سیاسي شورا له غړو سره د دوو ورځو خبرو ورسته نن بېرته را ستون شو.نوموړي یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبانو سره یې ګټورې خبرې کړې او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې نېغ په نېغه مذاکراتو ته تیار دي. پروفیسر ابراهیم د واپس ستنېدو ورسته په اکوړه خټک کې د طالبانو د جرګه ګۍ مشرمولانا سمیع الحق سره غونډه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړل.مولانا سمیع الحق خبري ناستې ته دا هم وویل چې د طالبانو او حکومتي پلاوي تر منځ د مخامخ خبرو لپاره د ځای په اړه طالب مشرانو سره خبرې شوې، خو په دې تړاو یې هېڅ خبریالانو سره شریک نه کړل.هغه له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې له طالب مرکچیانو سره غونډه وکړي چې د مخامخ خبرو لپاره تګلاره جوړه کړي.مولانا سمیع الحق هیله څرګند کړه، کیدي شي حکومتي کمېټې سره به د شنبې یا یکشنبې په ورځ خبرې وکړي. د طالبانو لخوا د غوښتنو په هکله نوموړي وویل، هغوی طالبانو سره تړاو لرونکو ولسي وګړو د خوشي کولو غږ کړی چې پکښې د هغوی په ادعا، ماشومان او ښځې شامل دي.