د ایوډین لرونکي مالګي نوي تولیدوونکي فابریکې په کار پيل وکړ
عطاالله محمدي
د کندهار په صنعتي پارک کي د ایوډین لرونکي مالګي نوي تولیدوونکي فابریکې په کار پيل وکړ
د کندهار ولایت په صنعتي پارک کي په لومړي ځل د ایوډین لرونکي مالګي تولیدونکې فابریکه افتتاح او رسماً یې د مالګي په تولیدولو پیل وکړ.
د فابریکې په پرانیستغونډه کي د کندهار والي تر څنګ، یو شمېر سکټوري رئیسانو او صنعتکارانو هم ګډون درلود.
د ایوډین لرونکي مالګي تولیدونکې فابريکې ودانۍ پر څلور جريبه او دوه سوه متره مځکه باندي د یو لک او شپېته زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه سوې، چي د جوړېدو چاري يې د ١٥ مياشتو په جريان کي بشپړي سوې او ورسره سم دوه نیم لکه ډالره سرمایه ګزاري پکي وسوه.
دمګړى د ايوډين لرونکي مالګي فابريکه چي د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه او نيمروز ولايتونو په سطحه د پنځو تنو ملي تجارانو له لوري جوړه سوې، ٣٠ تنه کارکوونکي لري. په ياده فابريکه کي به په يوه ساعت کي له ٣ څخه تر ٤ ټنو پوري ايوډين لرونکې مالګه توليدېږي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د فابریکې د پرانيستنې پر مهال د ایوډین لرونکي مالګي تولید په صنعتي برخه کې ډير مهم ګام او پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چي د اقتصاد عمده برخه صنعت دی، نو باید ټول تجاران صنعت ته د ودي او پرمختګ په موخه په خپل هېواد کي پانګونه وکړي.
ښاغلي ویسا زیاته کړه: “مخکي به مو ایوډین لرونکې مالګه له نورو ولایتونو یا بهرنیو هېوادونو څخه ترلاسه کوله، خو د خوښۍ ځای دی چي اوس موږ په خپله سیمه کي د یادي مالګي تولیدونکې فابریکه لرو او کولای سو په لنډ وخت کي د ښه کیفیت لرونکې مالګه ترلاسه کړو.”
په ورته وخت کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم ایوډین لرونکې مالګه د طب له لحاظه د انسان لپاره ډېره مهمه وبلله او زیاته یې کړه: “د ایوډین لرونکي مالګي استعمال ډېر اړين دی، باید په کورونو کي له همدې مالګي څخه ګټه واخلو.”
دغه راز د یادي فابریکې یو تن مسوول وويل، وويل: “موږ اوسمهال خام مواد د پاکستان له پنجاب او کراچي ايالتونو څخه راوړو، خو محصول ډېر ورباندي راځي، پر هغه سربېره اوس د پاکستان له لوري د ايوډين لرونکي مالګي د خامو موادو پر انتقال بنديز لګېدلى دى.”
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چي د محصول د کمښت او بازارموندني په برخه کي دي ورسره لازمي مرستي وکړي.