دبهرنیوځواکونو څخه غلاسوي تیل یو ګواښ دئ

اسدالله زړه سواند | مارچ 16th, 2014


په کندهار کي د نړيوالو ځواکونو لپاره وارد سوي تیل ټي یک په قاچاقي ډول په بازار کی پلورل کیږي،چي له امله یې ډېری کسان سوځېدلي دي
د کندهار نړیوال هوايې ډګر او بهرنیو سرتېرو له مرکزونو د الوتکو تیل په قاچاقي ډول په بازار کي پلورل کيږي.
د کندهارد عامی روغتیا رئیس داکټر عبدالقیوم پخلا وايې دغه تیل په کورنو کي استعمالیږي چي ډېر خطرناک دي.
دده په خبره چي د همدې تیلو له امله د دولسو کورنیو غړي سوځېدلي دي.
په ورته وخت کي یو شمېر هغه کسان چي د ټي یک تيلو د استعمال له امله سوڅېدلی دي وايې چي دغه تیل یې له بازاره اخیستي ،چي کورنۍ يې ورته سوڅولي دي.
په خبره يې دغه تیل په بازار کي په ازاده توګه خرڅیږي خو دوي د تیلو خاکو سره توپیر نسی کولای او په دې برخه کي دولت څخه مرسته غواړي.
دکندهار ګمرک رئیس سیدن جمال هاشمی بیا وايې چي ګمرک ته د ټي یک په نوم تيل ندي راوارید سوي بلکي د بهرنیو سرتیرو له مرکزونو په قاچاکي ډول را ایستل سوي دي او په بازار کي پلورل کيږي
دا په داسی حال کي ده چی زیات خلګ د بریښنا د نشتون له امله د تیلو څراغونه د روښنایی په موخه کاروي ،چي ډېر کله د خرابو تيلو له امله اورلګېدنه رامنځ ته کیږي او زیات کسان يې سوڅولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024