عبدالرحیم وردګ له نوماندۍ لاس په سر سو
عبدالرحیم وردګ چي ۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کي ځان نوماند کړي و خو د ځینو پټو لاملونو له امله چي تر اوسه نه دي روښانه سوي لاس اخیستي
هغه خبريالانو ته د خپلي نوماندي څخه د پر شا کېدو په اړه داسي وویل: ”په داسې حال کې چي نه غواړم پر ټولو هغو عواملو رڼا واچوم، چي زما د پرېکړي د بدلون سبب سول او له همدې کبله زموږ ټاکنیز کمپاین له پیله په قصدي توګه په کراره روان و. بې له دې چي له کوم بل ټاکنیز ټیم سره یوځای سم، د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ نه انصراف کوم”.
ښاغلي وردګ عبدالاحد افضلي لومړی او سید حسین انوري دویم مرستیالان ټاکلي وو.
که څه هم وردګ د کوم کاندید په ګټه ندي تیر سوي ،خو تر دې وړاندي عبدالقیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له خپلي کاندیداتوری تېر سوی وو.