برتانیاپه هلمند کي خپلي پوځي اډې تړلي

اسدالله زړه سواند | مارچ 16th, 2014


د برتانیا لوړ پوړي چارواکي وايې افغان ځواکونه د امنیت ساتلو توان لری
د فرانس پرس اژانس د خبر له مخي د برتانیا د دفاع وزیر فلیب هاموند ويلی،چي په هلمند ولایت کي له دو اډو پرته نوري ټولي پوځي اډې يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي
هغه ويلي چي؛ په هلمند کي د پوځي اډو تړل دا معني ورکوي ،چي افغان ځواکونه کولای سي امنتي چاري په خپله غاړه واخلي او امنیت کابو کړي
ويل کیږی چي ددې اډو تړل د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستان څخه د ټولو برتانوي ځواکونو د وتلو د پروګرام يوه برخه ده
باید وويل سي چي لا اوس هم په هلمند کي د باسشن او ابزرویشن په نوم دوې لوي اډې شتون لري.

Copyright Larawbar 2007-2024