زموږ پارلمان د فساد سرچینه

د لراوبر اداره | مارچ 17th, 2014


په ریاستي او پارلماني نظامونو کي د پارلمان، په خاصه د ولسي جرګې رول تر بل هر اورګان قوې او زیات دی. د پارلمان تر ټولو مهمه دنده داده، چي د قانون مراقیبت او د نویو قوانینو پرتصویب باندي تمرکز وکړي!
متاسفانه چي د افغانستان په فساد کي تر بل هرچا وکیلان ډیر رغنده او سپین سترګی رول لري، دا باید وویل سي چي په پارلمان(ولسي جرګه او مشرانو جرګه) کي به د ګوتو په شمار څو پاک خلک وي،خو غوڅ اکثریت یې غاصبین،فاسدین او د نورو ربوټونه دي. د افغانستان په اوسني تاریخ کي نننی پارلمان تر ټولو توره پاڼه او یو بدرنګه څپرکی دی.
زما په نظریو وکیل هغه وخت موثر تمامېدایسي، کله چي د ولس په ملاتړ او د رعیت په توسط واک ته ورسیږي، طبعآ کله چي یو کس د عوامو لخوا وکیل کیږي وړ کس به وي! زموږ اوسني وکیلان چي، نه اهلي کار دي او نه هم په ولس کي محبوبیت لري، اکثریت په زور او توپکیزم دې چوکیو ته رسېدلي، نوهمدا علت دی چي دننه په هیواد کي، که د غصب او یا فساد خبره کیږي، تر بل هرچا د وکیل صاحب ونډه پکښي ډیره وي.
پارلمان په کال کي دوه ټپاله رخصتي لري او د رخصتیو څخه تر ټولو عمده هدف دادئ، چي وکیلان صاحبان د خپلو موکیلینو سره وګوري او د هغوئ هره ستونزه ټکي په ټکي یاداښت او دحل چاري ورته وسنجوي. مګر په ډیر تاسف سره باید ووایو چي، وکیلان هم په رخصتیو کي او یا کله د حج په پلمه، خپل شپې په تاجکستان او یا غربي هیوادونو کي په میلو او عیش و عشرت تېروي!!!!
نن سبا چي له هرهیوادوال سره د پارلمان اړوند بحث کوم، په ډیري مایوسۍ سره مخ اړوي او ټوله خلک وکیلانو ته د فاسدینو او غاصیبینو په سترګه ګوري او د ولس ذهنیت پر ځای دی، کله چي د پارلمان لخوا بدفعله کسان نه افشا کیږي، علت دادئ چي دوئ خپله پراخ لاس پکښي لري!
د وزیرانو په مقررۍ او د اعتماد رايي په ورکولو کي خو ځیني وخت دا ښاغلي داسي کارونه کوي، چي حتی خپله کورنۍ یې هم د لعنت شعارونه پر وايي. هغه کسان چي د ولس سره خیانت او غدر کوي، هغوئ په زړونو کي له ځانه هم بد وړي. د وزیرانو په تقرر کي د دې پرځای چي دا ښاغلي پر اهلیت او تجربه فکر وکړي، خو دوئ پرپیسو او د خپلو دوستانو د استخدام پلانونه وختي لا جوړ کړي وي او په عریضو باندي وزیران لیوني کړي.
بله تر ټولو لویه بدبختي داده چي د وکیلانو او د ولایتونو دوالیانو تر منځ شخصي تربګنۍ دې کچي ته رسېدلي، چي نه یې حل لاره ورته مالومیږي او نه دوئ خپله پوهیږي چي رعیت ته د شخصي ستونزو په وجه کوم ناټک پرځان کښېږدي!؟ والیان د دوئ غصب افشا کوي او وکیلان د والیانو فساد، نه والیان هدف ته رسیږي او نه وکیلان! خو په اور کي عوام لولپه سول.
که یو ځوان د یو وکیل سره په یوه غونډه کي ولیدل سو، د هغه ځوان لپاره بیا خیر نسته په هغه ولایت کي، ځکه والي صاحب یې د خپل ځان تر ټولو لوی دښمن ګني.
مقنینه قوه په هیواد کي د ټولو قوانینو مراقیبت او څار کوي، او همدا ډول پرقانون له سره غور، د وزیرانو د باور رایه او د حکومت و رعیت تر منځ د ستونزو د حل یوه تر ټولو ښه واسطه وي، خو بدبختانه چي په افغانستان کي هرڅه برعکس دي، هروکیل ته تر خپلو شخصي او ګوندي ګټوهیڅ مهم نه دي، هغه وکیلان چي د نورو هیوادونو په خیشموړو واک ته رسېدلي، هغوئ خو بیخي دمشخص هیواد لپاره ځان اور ته اچوي او ولس ګور ته!
دا چي زموږ د پارلمان د څلورم کاري کال د شپاړسمي دورې پیل وسو، که هغه اش هغه کاسه وه، نو رعیت دي د خپل مرګ تابیا ونیسي، او که ولس بیداره سول او د اوسني فاسد پارلمان د انحلال ږغ پورته کړ، هم به مو اصلاحات راوستلي وي او هم به مو بودیجه بچت کړې وي.
د افغانانو د ويښتیا په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024