کور / هراړخیز / دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي

بسم الله الرحمن الرحیم

ولی داسلامي لیکنوسره ساینسي لیکنې یوځای خپریږی؟ (نوریه هالنډ)
موږچې کله داسلام اوساینس کومه لړۍ روانه کړیده، داددې لپاره نه ده چې موږغواړوپه ساینس باندی خپل ددین حقانیت ثابت کړو بلکې اسلام دمځکې پرمخ یواځنی الهي دین دی چې دژوندهرڅه پکښې دي اووهرشی ته ځای ورکول شوی دی، اسلام دټولومشکلاتواوکړاوونو لپاره یولارښوددي، اسلام دژوندیوه ثابته اوبشپړتګلاره ده، اسلام یواځنی هغه دین دی چې وهرچاته یی مساوي حقوق ورکړیدی، اسلام دمیږي څخه ترزمري پوری دهرژوندي شی اوغیرژوندي مخلوق لپاره قوانین اوضوابط ټاکلی دي، اسلام هغه دین دی چې انسان یی دجاهلیت څخه وسوکالۍ، امن،خوښۍ اوښه ژوندته رهبري کړهمدانن سباچې په زرهاووخلک هره میاشت داسلام په مبارک دین باندی دعیسایت، یهودیت، کنفیوشیزم، بودایت، هندویزم، شنټويیزم، ساټنیزم اونورمذهبونوڅخه په اسلام مشرفه کیږی یوه وجه یی داده چې ودې خلکوته داسلام حقانیت په سترګو، عقل ، دماغ اوزړه باندی ثابت شی بیانودوی اسلام قبلوي؛ په اوسنی وخت کي ډیرساینس پوهان په اسلام مشرفه شویدي، نوداسلام دین الهي دین دی اوحق دي هرهغه څه چې په اسلام کی حرام ګرځول شویدی هغه به ضرورداخروي تاوانونوسره سره دنیوي تاوانونه هم لري ، وبل لورته هرهغه څه چې په اسلام کی جایزاوروادی هغه به داخروي ګټوسربیره دُنیوي ګټې هم لري.
داچې اوس موږداسلامي لیکنوسره ساینسي لیکنې خپرووددې مطلب دادی چې ساینس داسلام لپاره دخادم په صفت نه دمخدوم په صفت، یعنی هغه پټ رازونه چی ساینس راسربیره کړی دي هغه که تاوانونه دي اوکه هغه ګټې دي موږیی داسلامي لیکنوسره لیکوترڅو:
۱: هغه خلک چې مسلمانان دي دهغوبه پرالهي احکاموباندی لایقین اوباورزیات شي.
۲: هغه خلک چې دالله جل جلاله دذات څخه منکره دي هغه به ودې ته وهڅول شی چې پرالله جل جلاله باندی ایمان راوړی اواسلام قبول کړی.
۳:هغه خلک چې پرالله جل جلاله باندی ایمان لري خواسلام ته دشک په سترګه ګوري اویاهم له اسلامه سره کرکه لري اویاهم داسی ګمان کوي چې ایااسلام به الهی دین وی؟ اویابه اسلام حق دین وي؟ وهغوته قناعت کوونکی اوهدایت کوونکی دي.
دالله جل جلاله دکلام هرحکم رښتنی دی، خوپه ساینس کی بدلون حتمي دي، نوموږهغه ساینسي لیکنې چې دالهي احکاموسره مطابقې وي له نړیوالومعتبرو اوموثقو سرچینوڅخه رااخلواوبیایی داسلامي احکاموسره یوځای خپروو، ترڅودالیکنه ډیره اغیزمنه اوهرچاته یئ ګټه ورسیږی، وبل لورته کله چې موږنیټ ګور، پښتوویب پاڼې اوبلاګونه ګورونوداسلام اوساینس ترسرلیک لاندی پکښې هیڅ نشته داپخپله دټولنې لپاره ښه خدمت اودیوې خلاء ډکول دي.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۲)

داهم مسلمه خبره ده چې یوڅوک خپل ټول عمردالهي احکامو درازونوپه پیداکولوکي مصرف کړی لاهم دیوه څاڅکي په شان به څه ونکړی،لکه په قران کریم کی چې راځي:
ولوانمافی الارض من شجرة اقلام والبحریمده من بعده سبعة ابحرمانفدت کلمات الله ان الله عزیزحکیم سورت لقمان (۲۷)

ژباړه: اوکه چیری هغه څه چې په ځمکه کښې دي له ونوڅخه (هغه ټول) قلمونه شی او(سیاهی شی محیط) بحرمرسته وکړی له ده سره پس له (تمامیدلوداوبو) دده اواوه نوربحرونه نوخلاص به نشی کلمات دالله بې شکه چې الله دی ښه غالب قوی ښه حکمت والا.
یعنی که ددنیاله ټولوونوڅخه قلمونه جوړکړل شي اودغه اووه بحرونه یی سیاهی شی اوهمدارنګه ددغوسمندرونودکومک لپاره اووه نورسمندرونه پیداکړل شی اوکومک ورسره وکړی اوټول عالم انسانان دخپل قدرت اوقوت سره سم په لیکلولاس پوری کی بیابه هم داټول عاجزه اوناتوانه شی دانسانانوعمرونه به ختم شی، قلمونه به ختم شی اوسیاهی به تمامه شی خودالله کلمات به خلاص نشی.
په بل ځای کی راځي:
قل لوکان البحرمدادالکلمت ربی لنفدالبحرقبل ان تنفدکلمت ربی ولوجئنابمثله مددا سورت الکهف (۱۰۹)
ژباړه:ووایه (ای محمده! دوی ته) که شي (اوبه د) بحرسیاهی دپاره (دلیکلو) دکلماتودرب ځما نوخامخابه تمام شی بحرپخواله هغه نه چې تمام شی کلمات درب ځما (ځکه چې معلومات اومقدرات دالله غیرمتناهی دی) اګرکه راوړوپه مثل ددغه بحر(نوربحرونه هم ) مددګار.
اوداهم دیوه انسان اوبشرکارنه دی، په یوه وخت کی یوڅوک کارکوي اوپه بل وخت کی بل څوک ورباندی څېړنې کوي.
الله جل جلاله وټولوهغوعلماءوته اجرونه ورکړی چې خپل ټول عمریی دالله جل جلاله وکلام ته صرف کړیدی.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۳)

دوینې خوراک په قران کریم کی حرام دی
په قرانکریم کی څلورځایه دوینې دڅيښلواوخوړلوبیان راغلی دی چې په لاندی ډول سره دي:
انماحرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیرومآ اهل به لغیرالله سورت بقره ۱۷۳
ژباړه: بې شکه همداخبره ده چې حرام کړی دی (الله) په تاسی باندی (خوراک) دمردارې،او(حرام کړی دی الله خوراک د) وینې (بهیدونکې) او(حرام کړی دی الله خوراک د) غوښې دخنزیر او(حرام کړیدی الله خوراک د) هرهغه حلال کړی شوی چې اواز کړل شوی وی په هغه باندی (په وخت کی دحلالیدو) بې له پاک الله
حرمت علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیرومآ أهل لغیرالله سورت المآئده ۳
ژباړه: حرام کړل شوی دی پرتاسی (خوراک د) مردار(حیوان) اود(بیهیدونکی ) وینې اودغوښې دخنزیراودهرهغه (حلال کړل شوی حیوان) چې اوازکړل شوی وی بې له (نامه) دالله (دبل شی) په هغه باندی (دحلالیدوپه وخت کی).
انماحرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیر ومااهل لغیرالله به سورت نحل ۱۱۵ (
ژباړه: بې شکه همداخبره ده چې حرام کړی دی (الله) په تاسی باندی (خوراک) دمردارې،او(حرام کړی دی الله خوراک د) وینې (بهیدونکې) او(حرام کړی دی الله خوراک د) غوښې دخنزیر او(حرام کړیدی الله خوراک د) هرهغه حلال کړی شوی چې اواز کړل شوی وی په هغه باندی (په وخت کی دحلالیدو) بې له پاک الله
قل لآأجدفی مآأوحی الی محرماعلی طاعم یطعمه الآ ان یکون میتة أودما مسفوحا اولحم خنزیرفانه رجس أوفسقاأهل لغیرالله به سورت الانعام ۱۴۵
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) چې نه مومم زه په هغه شی کښې چې وحی کړل شوی دی ماته (تراوسه پوری) (یوشی) حرام کړل شوی پرکوم خوړونکی چې خوري هغه مګرکه وي داشی مرداره یاوینه بهیدونکې یاغوښه دخنزیر نوبې شکه دغه خنزیرپلیت دی یاناجایزه ذبیحه وي چې ږغ کړی شوی وی بې دنامه دالله په (وخت کی دذبح د) هغې.
تفسیر:بل شی چې په دې ایات کی ذکرشوی دی هغه وینه ده،د((دم)) توری معنایی وینه ده، په ایت کی که څه هم مطلق وینه ده لیکن دسورت انعام په ایت کی ورسره مسفوحه یعنی بهیدونکې وینه شرط لګول شوی دی په دې وجه کلکه وینه لکه ینه، توری اونورپاک اوحلال دي.
مسئله: هرکله چې حرامه وینه صرف هغه وینه ده چې بهیږی نوهغه وینه چې دحلالیدونه وروسته دغوښې سره لګیدلې وي هغه پاکه ده، دفقهاؤ، صحابه کرامواوتابعینوپه دې خبره باندی اتفاق (اجماع) ده هم دغه شان دغوماشې، مچ اودکټملووینه پلیته نه ده البته دومره خبره ده چې که زیاته شی نوپریمنځل یی پکاردی. (احکام القران ټوک ۱: ۱۴۳)
مسئله: څرنګه چې دوینې خوړل اوڅیښل حرام دی هم دغه شان دخوړلواوڅیښلونه علاوه دخارجی استعمال لپاره هم روانه دی هم دغه رنګه لکه څرنګه چې دنوروپلیتوشیانو څخه ګټه اخیستل اوخرڅول اورانیول روانه دی هم دغه ډول وینه هم داسی ده.
تفسیرمعارف القران ټوک۱ پاره دوهمه پاڼه ۸۱
لیکوال: مفتی اعظم مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۴)

وینه په احادیثوکي
ایاوتاسوته معلومه نه ده چې هرډول وینه حرامه ده.
سالمه! تاسی بربادشواست! ایاوتاسوته معلومه نه وه چې هرډول وینه حرامه ده بیاداسی مه کوه.
ای عبدالله! داوینه داسی ځای وغورځوه چی تایوڅوک ونه وینی (کله چې هغه واپس راغلی) ده ورته وفرمایل کیدای شی داوینه تاسی څیښلې وي ، دوینې دڅیښلووتاته چاوویل؟ دادخلکوستاڅخه اوستادخلکوڅخه خرابي ده.
کنزالعمال: ټوک۱۵، پاڼه ۱۲۳
داچې هرډول وینه حرامه ده لکه په حدیث شریف کی چې راغلې ده نودهرډول وینی خوړل اوڅیښل اوخوړل هم حرام دی، داځکه چې په حدیث شریف کی ورته خرابی ویل شوی چې اوسنی ساینس یی دخرابۍ ټول پټ رازونه ښکاره کړیدی اوپه زرهاوناروغیانې ورڅخه پیداکیږی چې مهلکې اووژونکې دي نوپکارداده چی هرهغه شی الله جل جلاله حرام کړی دی هغه دتاوانه اوکړاوونوڅخه خالي نه دي نوپکارداده چې ځانونه په کلکه ورڅخه وژغورو.
دوینې پرحراموالی باندی دټولوفقهاواتفاق دی لکن ددوی دومری اختلاف دی چې په حنفی مذهب کی درګونوبهیدونکې وینه ناپاکه ده، که په غوښه کی کومه وینه وي هغه بیاپاکه ده، دحلالیدوورسته کمه وینه چې په رګونوکی پاتې وي هغه هم ناپاکه ده، ینه اوتوری حلال دی دماهی اوداوبودحیواناتوچې کومه وینه ده هغه هم ناپاکه نه ده،دشهیدوینه دشهیدلپاره پاکه ده له همدې کبله وده ته غسل نه ورکول کیږی په شافعی اوحنبلی مذهب کی دغوماشی اومنګوړوینه ناپاکه نه ده، په حنبلی مذهب کی دماهی وینه هم پاکه ده، مګرپه شافعی اومالکی مذهب کی وماهی بهیدونکې وینه ناپاکه ده.
(قاموس الفقه ۴ټوک، پاڼه:۴۳۶
لیکوال:مولاناخالدسیف الله رحمانی
نوټوله هغه وینه چې حرامه ده دهغې خوراک اوڅیښاک هم حرام دی، له دې څخه ماسواهغه وینه چې حکم یی دمردارې نه لکه دغوښې وینه ددې خوراک هم ناجایزدی چې داهم وانسان ته ډیرتاوانونه رسوی، دحیوان ټولې ناوړه ناروغیانې وانسان ته سرایت کوی اوخپل تراغیزویی لاندی کوي له همدې کبله ویلای شوچې هرډول وینه ماسواله ینې اوتوری څخه بل دوینې هرډول حرام دی اودپوره تکلیفونواوتاوانونوڅخه ډکه ده.
سوال: دوزې اوغواوینه حرامه ده که حلاله؟ کله چې یوڅول دقصاب له دوکانه څخه غوښې وړی اوپرکالویی دوینې کوچني کوچني څاڅکي وشی ایاداکالی ئې پاک دی که ناپاکه؟
ځواب:هغه وینه چې په غوښوکی وي هغه پاکه ده، اوهغه وینه چې دحلالیدوپرمهال له رګونوڅخه بهیږی هغه ناپاکه ده.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۵)

سوال: زموږیودوست دی چې کله هغه قرباني کوی اوکله چې له هغه څخه وینه بهیږی نوخپل بدن په لړی ایاداجایزدی که ناجایز؟
ځواب: داوینه نجسه ده،اوبیاپه نجاست باندی خپل بدن لړل دادمذهب له نظره عبادت نه دی داکارګناه ده.
سوال: که دقربانۍ په وخت کی پرکالوباندی وینه ومښلی ایاددې کالوسره لمونځ کیږی؟
ځواب: دادحلالیدوپرمهال بهیدونکې وینه ناپاکه ده، که چیری ددې کوچني کوچنې څاڅکی دانګریزی روپۍ څخه کم وی نولمونځ ورسره درست دی اوکه ډیرشی نوبیالمونځ ورسره روانه دی اودغوښووینه بیاحلاله ده.
(آپ کې مسایل اواُن کاحل: ټوک۴، پاڼه۲۱۲- ۲۱۴)
لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لیدهیانوی شهیدرحمة الله علیه.

دوینې څيښل اوخوړل په ساینس کي ٦

مخکی لیکنه پردې باندي وه چې ولی دخنزیرغوښه په اسلام کی حرامه ده؟ داچې دخنزیرغوښه اووینه په یوه ایات کی راغلی دی نوځکه اوس غواړم پردې باندی څېړنه وکړم چې الله جل جلاله ولی مسفوحه وینه حرامه ګرځولې ده؟ دوینې استعمال په نړۍ کي په ډیروډولونوباندی دی، څوک دحیواناتووینه خوري، څوک دانسانانو وینه خوری اوڅوک بیاکله خپل وینه څیښي، داچې دوینې هرډول دي داټول حرام دي.
وینه تر(۲۰۰) څخه دزیاتومکروبونوځاله ده، دوینې سره تړاولرونکي ناروغیانې په نړیواله کچه سره و(۸۲۰۱۳) ته رسیږی، یعنی دوینې څخه دومری زیاتي ناروغیانې پیداکیږی، په وینه کی هرډول مکروب شتون لری هغه دڅیښلواوخوړلوله لاری وانسان ته نقلیږی، دوینې دڅیښلواوخوړلوڅخه دماغي ناروغیانې،ظاهري ناروغیانې، داعصابوتکلیفونه، مرګوني نارغیانې، ډول ډول دپوستکي ناروغیانې اوداسی نور… ومنځته راځي.
په هره اندازه سره چې صفاوینه وخوړل شی هغه دکړاوونوزانګوده، داچې ولی خدای جل جلاله دوینې خوړل اوڅيښل حرام کړیدی، دایی دفطري شریعت مطابق فیصله کړې ده،دسالم انسان فطرت داسی جوړنه دی چې وینه وخوري؛ داځکه چې وینه یوسالم نسان له خپله طبعي جوړښته څخه خارجوي، دانسان په روحي څپوکي بدلون اوانقلاب راولي اووانسان ته د ګټې پرځای یی تاوانونه زښته ډیرتاوانونه اوکړاوونه رسوي.
دوینې دخوړلواوڅیښلوڅخه په زرهاوناروغیانې ومنځته راځي ، خوزه غواړم د یوڅوناروغیانو یادونه وتاسوته وکړم:

۱: حساسیت (Allergy) دوینې لومړی اغیزه حساسیت دي، ددې حساسیت اغیزې په ډیروډولونوسره دي، لکه؛ دبدن دایمي خارښت، دایمي نزله اوداسی نور…
دوینې دخوړلوڅخه وروسته کله دانسان بدن داسی جوړشی چې طبعي توازن یی له منځه ولاړشي، هیڅ انتی بایوتیک نشی خوړلای که هرڅومری ناروغه وي، چې پایله ئې مرګ دی اوبس.
۲: وینه نه هضم کیږی، کله چې وینه ومعدې اوکلموته ورسیږی نوپه هضم کی یی پوره ستونځې پیداکیږی، په لومړی ځل کی قی وهل پیل شی، بیادنس داسی سخت دردونه ومنځته راځي چې درملنه یی ناشونې ده، اودمرګ سبب ګرځي.
۳:دوینې خوراک اوڅيښل فشارترداسی اندازې پوری کښته کړی چی دانسان په بدن کی وینه حرکت نشی کولای اودډيرټیټ فشارله کبله لومړی بې هوښې اوبیامرګ ومنځته راځي.
۴: دزړه بدوالی (Nausea) دادوینې دخوراک سره عادي ناروغۍ ده، تل به دداسی انسان چې وینه خوری هضمیه به درسته نه وي چې داپه اخرکی دمعدې دسرطان اودکلمو د زخمونوسبب ګرځي.
۵: دوینې دخوراک څخه نس ناستې (Diarrhea) ومنځته راځي، داتکلیف کله دومری په چټکی سره صورت نیسی که لږځنډپکښې راشی نومرګ خوحتمي دی اودرملنه یی هم وخت نیسی.
۶: دوینې خوړل په عمومي ډول سره دهضمې پرسیستم باندی پوره اغیزې غورځوي، دخولې څخه نیولې ترمقعدي پوري، په عمومي ډول سره وینه دمثاني اوپښتورګودسرطان سبب ګرځي.
۷: دوینې خوراک دهرپس (Herpes) دناروغۍ سبب ګرځي، دهرپس ناروغیانې په عمومي ډول سره هغه دپوستکي ناروغۍ دي چې دهرپس دوایروسونوله کبله ومنځته راځي.
۸: دوینې خوړل دکاندیدیا(Candidia) ناروغۍ سبب ګرځي، داناروغې دچڼاسویوجنس دی چې دهاضمې جهازاومهبل ترخپلواغیزولاندی راولي.
۹:دوینې دخوړلوڅخه داچنجیان پیداکیږی؛ Hookworms, Flatworms, Heartworms اوداسی نور… دزړه چنجی تل دمرګ سبب ګرځي.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۷)

۱۰: دوینې خوړل دسالمونیلا (Salmonella) سبب ګرځي، سالمونیلاداهغوباکتریاویوپیچلی جنس دی چې په مختلفوبڼوسره ځانونه جوړوي، اواکثره وخت یی تشخیص ناشونۍ وي داځکه دداسی باکتریاوپیژندل ګران کاروي.
۱۱:دحیواناتووینه خوړل په عمومي ډول سره دلیوني غوایی دناروغۍ (Mad- Cow Disease) سبب ګرځي، چې داناروغی کله کله په اروپااوامریکاکی په سلهاوخلک تراغیزولاندی راولي.
۱۲: هغه څوک چې وینه خوري هغه دکورو(Kuru) په ناروغۍ اخته کیږی چې هغه یوه وژونکې ناروغې ده.
۱۳: هغه څوک چې دپسواوبزووینه خوری هغه په ځانګړي ډول سره دسکراپی (Scrapie) په وژونکې ناروغۍ اخته کیږی.
۱۴: دوینې دخوړلوسره جوخت دانسان دبدن دحجرومرګ (Cell-Death) صورت نیسی، چې دا یوداسی حالت دی چې دانسان دبدن حجرې له منځه ځي، له دې سره دهډوکو، پوستکي اویانوروغړو سرطانونه صورت نیسی چې داپخپله ومرګ ته ښه راغلاست دي.
۱۵: دوینې دخوړلوڅخه انسفالوپاتی (Encephalopathy) وژونکې ناروغۍ ومنځته راځي، داناروغې دمغزواستحالوی ناروغۍ ده، چې داهم وژونکې ده.
۱۶: وینه خوړل اوڅیښل دمعدې دسرطان سبب ګرځي، داځکه چې کله چې وینه ومعدې ته ورشی نومعده داتوان نلري چی هضم یی کړی.
۱۷: دوینې خوړل ددماغې پریشانۍ (Depression) سبب ګرځي.
۱۸: دوینې خوراک دزړه رګونه (Heart Vessels) بندوي، چې داحالت هم مرګوني دی، داځکه چې په دغه حالت کی دزړه دوره صورت نیسی.
۱۹: دوینې خوړل زهر(Toxin) دی، لکه څرنګه چې زهردانسان پربدن باندی اغیزي کوی په همدې ډول سره دوینې خوړل هم دانسان پرټول بدن باندی ژورې ناوړه اغیزي کوي.
۲۰: دوینې خوراک د(Haemochromatosis) سبب ګرځي، چې ددې ناروغۍ په راتګ سره ینه له منځه ځي، پښتورګي تاواني کیږی، کښته فشارصورت نیسی،دبدن مایعات کمیږی، اعصابي تکانونه ومنځته راځي چې پایله یی سرطاني غوټي دي.
۲۱: دوینې دڅيښلوڅخه د(Syphilis) ناروغې ومنځته راځي، داناروغې یوه وژونکې ناروغې ده ، چې پوستکی اوهډوکی له منځه وړي
۲۲: دوینې خوراک کله دانسان وزن ترخپلی اندازی زیات کړی اوکله یی هم کم کړی چې دواړه صورتونه خطرناکه دي.
۲۳: که یوانسان دبل انسان وینه خوری نوپه انسانانوکی هیپاټایټس اي، بي اوسي ډیرپه چټکۍ سره خپریږی اوسرایت کوي، وبل لورته ملاریااوایډزهم ډیرژرخپریږی.
هغه حیوانات چې اومې (خامې) غوښې اووینه خوري الله جل جلاله دهغودهضمې نظام همداسی جوړکړی دی چې داهرڅه بې تکلیفه هضم کولای شي برعکس دانسان لپاره بیاخپل وځانته بېل نظام دی.
۱: قرانکریم
۲: تفسیرمعارف القران ټوک۱ پاره دوهمه پاڼه ۸۱
۳: (احکام القران ټوک ۱: ۱۴۳)
۴: کنزالعمال: ټوک۱۵، پاڼه ۱۲۳
۵: (قاموس الفقه ۴ټوک، پاڼه:۴۳۶
۶: (آپ کې مسایل اواُن کاحل: ټوک۴، پاڼه۲۱۲- ۲۱۴)
7: Global Science International
8: Live Science
9: Scientific Paranormal Investigation
10: Blood-Born Diseases
11: General Health Guide
12: Science Today/Risk of blood
13: ^ Goodrich RP, et. al., “A Laboratory Comparison of Pathogen Reduction Technology Treatment and Culture of Platelet Products for Addressing Bacterial Contamination Concerns.” Transfusion 2009;49 : 1205-1216.
14: Ruane PH, et. al., “Photochemical Inactivation of Selected Viruses and Bacteria in Platelet Concentrates Using Riboflavin and Light.” Transfusion 2004; 44: 877-885.
15: Goodrich RP, et. al. “The Mirasol PRT System for Pathogen Reduction of Platelets and Plasma: An Overview of Current Status and Future Trends.” Transfusion and Apheresis Science 2006; 35 (1): 5-17.
16: Osselaer et al. “Universal adoption of pathogen inactivation of platelet components: impact on platelet and red blood cell component use”. Transfusion 2009; 49:1412-1422.
17: Cazenave et al. “An active hemovigilance program characterizing the safety profile of 7,483 transfusions with plasma components prepared with amotosalen and UVA photochemical treatment”. Transfusion 2010;50:1210-1219.

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (8)

پای
په اسلامي پاکه مینه ستاسورورر
عبدالغفارجُبیر
‏2014‏-01‏-27