کندهار:دمیوند ولسوال اوقوماندان څارنوالۍ ته معرفي سوه

اسدالله زړه سواند | مارچ 18th, 2014


په کندهار کي یوشمېر چارواکي له خپلي دندي څخه د ناوړه ګټي اخیستني په تور نیول سوي دي
د کندهار د امنیه قومانداني ویاند ضياء دراني وايې د میوند ولسوالۍ ولسوال صالح محمد نورزي او د همدې ولسوالۍ امینه قوماندان سمونیار عصمت الله د نشه یي توکو په کر او قاچاق کي د لاس درلودلو او د دندي څخه د ناوړه ګټي اخیستني په تور له دندو لیري سوي او څارنوالي ته معرفي سوي دي
هغه همدارنګه زیاته کړه ،چي د کندهار ښار د لومړي امنتي حوزې امر دوهم څارن عبدالهادي بیا د خلګو سره د ناسم چلند په موخه له دندي ګوښه سوی دئ.
د امنیه قومانداني چارواکي خبرداری ورکوي،چي ټول هغه پولیس که لوړ پوړي وي او یا هم ټيټ پوړي چي د خلګو سره په ناسم چلند ،اداري فساد کي لاس ولري او یا هم له خپلي دندي ناوړه ګټي اخلي د قانون منګولو ته وسپاري.
د پوځي چارو شننونکي وايې که امنتي ارګانو په دې ډول فعالیت وکړي،نو د پولیسو په لیکو کي به ډېر مثبت تغیرات رامنځ ته سي او همدارنګه پر چارواکو نیوکه کوي ،چي باید مخکی یې لا دا ډول کسان د قانون منګولو ته سپارلي وای.

Copyright Larawbar 2007-2024