یونس قانوني دکرزی لومړی مرستیال سو
یونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه وټاکل سو
د ولسمشری ماڼۍ د ویاند مرسیتال عادله راز د دې خبر د پخلي تر څنګ وايې یونس قانوني به ډېر ژر ولسی جرګې ته د باور رايي د تر لاسه کولو په موخه معرفي سي
د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم نژدې یوه اونۍ مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ سو.
یونس قانوني چې؛ اوس د ولسي جرګې غړي او په مخکینۍ دوره کې د دې جرګې مشر و، په ۱۹۵۷ کال په پنجشیر ولایت کې زیږیدلی.
قانوني د شمالي ایتلاف په جوړولو کې ونډه لرله او د برهان الدین رباني په حکومت کې یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
د بن د کنفرانس په نتیجه کې چې په افغانستان کې موقته اداره رامنځ ته شوه، نوموړی په دې اداره کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل سوی او ورپسې په انتقالي حکومت کې د پوهنې د وزیر په توګه او هم د ولسمشر کرزي د امنیتي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې.
قانوني د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړی و.
په دغو انتخاباتو کې قانوني له کرزي وروسته دوهم ځای ونیو.