کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې خبرتيا

د فاتحې خبرتيا


   دخدای بخښلی شهید حاجی خان زمان حقوقي د فاتحی مراسم   


 
په لندن کی میشته گرانو او پتمنو افغانانو هیوادوالو!‏
ټولو گرانو دوستانو- خپلوانو او هیواد والو ته په ډیره درناوي خبر ورکول کیږي چي خدای بخښلی شهید حاجي خان زمان حقوقي د ‏نامعلومو وسله والو له خوا په پېښور ښار کي په شهادت رسیدلی او جنازه ئې په لغمان ولایت کي ددوی په پلرنۍ هدیره کي مخکي خاورو ‏ته سپارل شویده. ‏



په همدې مناسبت د فاتحې مراسم  پر لاندي پته په لندن کي د افغانانو په مسجد کي د یکشنبې په ورځ د جون د میاشتی په 15 نیټه  د سهار د یوولسو بجو ‏نه د ماسپښین تر یوې بجې پوري د ارواښاد (شهید حقوقي) د کورنۍ د ټولو غړو له خوا اخستل کیږي . ‏
د شهید د کورنی د غړو له خوا: ‏
احمد ابوبکر حقوقی (زوی)‏
دوکتور مصطفی حقوقی، محمد اسحاق حقوقی، محمد شعیب حقوقی او میرویس حقوقی (ورورنه)‏
نعمت اله احمدی، حشمت اله ځلمی (د ترور زامن)، ‏
جاوید او احمد فرید (ماما گان) او د کورنۍ نور غړي .
په درناوی


آدرس :

‎212-CHURCH ROAD, LONDON, NW10 9NP, TEL: 0044-208-4596111‎