د ٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

عطاالله محمدي | مارچ 25th, 2014


افغان امنيتي ځواکونو د څلورو وسله والو د وژلو تر څنګ يو شمېر وسلې نيولي دي
افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کي څلور تنه وسله وال د تخته پُل ولسوالۍ په ملايت کلي او د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کي وژلي او يو تن يې زخمي کړى دى. امنيتي ځواکونو د دې تر څنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
يادو وسله والو مخالفينو غوښتل چي د افغان امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړي، خو پلان يې مخکي له مخکي د افغان امنيتي ځواکونو له لوري شنډ او دوى ووژل سول. دغه راز درې ميله کلاشينکوفه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024