د آی. ايس. آی د بریدونو په وړاندي به څه کوو؟

عطاالله محمدي | مارچ 26th, 2014


سرنوشت: د آی. ايس. آی د بریدونو په وړاندي به څه کوو؟
د کابل چاپ د نن ورځې ټولو ورځپاڼو د کابل سرینا پرهوټل حمله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د لاس لرلو او د انتخاباتو د امنیت په اړه مطالب خپاره کړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلي؛ چې “د ای. اېس. ای د بریدونو پر وړاندې به څه کوو؟”

په دې لیکنه کې راغلي چې، پرون د کابل په ګډون په څلورو ولایتونو کې حملې وشوې چې؛ ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د سرمقالې لیکوال لیکي، که چیرې اسناد او شواهد شته چې دا حملې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا شوي؛ نو باید د افغانستان په دننه او نړېواله سطح ځینې اقدامات وشي.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال لیکلي چې؛ افغانستان باید نړېوالو ته څرګنده کړي چې؛ په دې هېواد کې ټول جنایتونه د پاکستان له خوا کیږي او باید امریکا او نړیواله ټولنه د پاکستان مخه ونیسي.

محور:

محورغیردولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله پرهمدې موضوع لیکلي او وایي چې، هم د افغانستان د ملي امنیت شورا او هم د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې؛ پر کابل سرینا هوټل حمله کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس درلود.

لیکوال وایي چې، امریکا باید د افغانستان د ستراتیژیک ملګري په توګه له دې مسالې نه سترګې پټې نه کړي.

د لیکوال په باور، پر کابل سرینا هوټل حمله او په هېواد کې ډیرې نورې حملې چې کیږي؛ د پاکستان استخبارات په کې لاس لري او دا د افغانستان پر ملي حاکمیت لوی ګوزار دی.

د محور د سرمقالې لیکوال وایي چې؛ دا حملې د افغانستان د بې ثباته کولو او د انتخاباتو پروړاندې د خنډ جوړولو په هدف کیږي؛ خو هیڅکله به د دې هېواد دښمنان خپل اهداف ترلاسه نه کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د ولسمشر کرزي هغه څرګندونې را اخیستي؛ چې وایي، چې ډارن بریدونه افغانان د سیاسي واک د لېږد په هدف له انتخاباتو نه شي په شا کولی.

په دې اړه لیکنه کې جمهور رییس کرزي په کابل، کونړ او کندز کې پرونۍ انتحاري او وسله والې حملې غندلي او ویلي یې دي چې، دښمنان هڅې کوي، په دې ډول حملو سره په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون مخه ونیسي؛ خو هیڅکله به هم بریالي نشي.

هېواد د کابل سرینا هوټل د اوو تنو امنیتي مسوولینو د نیولو خبر هم ورکړی او د پولیسو په حواله یې لیکلي چې، دې کسانو هوټل ته د حمله کوونکو د ننوتلو پر وخت بې پروایي کړې.

ملي آرمان:

ملي آرمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې؛ په افغانستان کې د نړېوالو څارونکو له حضور نه ستاینه کوو.

لیکوال لیکلي، د افغانستان له انتخاباتو څخه چې د ګوتې په شمار ورځې ورته پاتې دي؛ څارنه ډیره مهمه ده او نړیوالو څارونکو تیاری ښودلی چې؛ له دې انتخاباتونه به څارنه کوي.

د ملي آرمان د سرمقالې لیکوال د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات ډېر مهم او برخلیک ټاکونکي بللي او وایي چې، افغانان یې په اهمیت پوه دي او هرومرو به په انتخابات وکې پراخ ګډون کوي.

ویسا:

ویسا هم خپله سرمقاله په دې اړه لیکلي چې؛ ملي یووالی د وحشتونو د پای ته رسیدو یوازینۍ حل لاره ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، چې پرون په افغانستان کې د محشر ورځ وه او لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کیناستې.

لیکوال پوښتنه کوي چې، له دې وحشته د ژغورنې لاره شته اوکه نه؟

لیکلوال په خپله دې پوښتنې ته ځواب ورکوي او لیکي چې یوازینۍ لاره یې د افغانانو ملي یووالی او د لویو ستونزو پر وړاندې په یوه محور راټولیدل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024