کابل: د ټاکنو پر يوه سيمه ايز دفتر ډله ايز بريد وسو

د لراوبر اداره | مارچ 25th, 2014


کابل:د ټاکنو پر يوه ساحوي دفتر ډله ايز بريد وسو
طالب وسله والو نن سهار د کنړ په اسد اباد کي د کابلبانک پر دفتر د بريد او نښتي وروسته په کابل کي د انتخاباتو پر سيمه ايز دفتر ډله ايز بريد وکړ.
په دغه بريد کي ۵ بريد کوونکي ،۲ پوليس ۲عام وګړي او د ولايتي شورا يو کانديد ووژل سوه او د ۱۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکول سوئ دی.
طالبان دغه شمېره تر ۴۰ زياته ښيي او وايي چي د پنځو ساعتو په نښته کي يې لسګونه د ملي اميت کارکوونکي يې وژلي دي.
دغه پېښه د کابل د دارالامان په سيمه کي رامنځته سوه.
د چارو څارونکي ملي امنيت او نوري امنيتي ادارې په خپلو دندو کي په غفلت تورنوي ، ځيني عام وګړي خو دا هم وايي چي که لوړ رتبه حکومتي چارواکي د مخالفينو سره لاس ونلري داسي بريدونه نسي تنظيمېدای.
طالبان بيا دا خبره ردوي او وايي چي د هر ډول پېچلو پوځي تاکتيکونو وړتيا لري.

Copyright Larawbar 2007-2024