د ننګرهار په بریکوټ کې په امریکايي ځواکونو ځانمرګی برید شوی.

رحيم ګل څاروان | جون 13th, 2008


نن سهار نیږدې اوه بجې د ننګرهار ولایت دبریکوټ په سیمه کې دامریکايي ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید ترسره شوی، چې له امله یې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ، دغه ځانمرګی برید چې په یوه کرولا ډوله موټر کې ترسره شوی درپورټونو له مخې امریکايي ځواکونو زغره والي یې ویجاړی کړي، طالبانو ویلي چې دوی دغه ځانمرګی برید ترسره کړی او ۱۷ امریکايي سرتیري یې وژلي، د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو د برید پخلی کړی خو نه ایتلافي ځواکونو او نه هم افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کوم معلومات رسنیو ته ورکړي.
یوه عیني شاهد انات خان چې په سیمه کې وو لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ده ولیدل چې څو امریکايي سرتیري تر وژل کېدو وروسته د نورو ملګرو په واسطه لیږدول کېدل.

Copyright Larawbar 2007-2024