کور / تازه خبرونه / ایتلاف: په ارزګان کې مو ۱۷ طالبان وژلي.

ایتلاف: په ارزګان کې مو ۱۷ طالبان وژلي.

د ایتلافي ځواکونو له نظامي اډې باګرام په خپرې شوی خبرپاڼه کې دامریکې په مشرۍ دایتلاف ځواکونو ادعا کړې چې دوی د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې ۱۷ وسلوال طالبان وژلي.
لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې لومړی پر ایتلافي او افغان امنیتي ځواکونو وسلوالو طالبانو دیوه کمين په ترڅ کې برید وکړ چې بیا وروسته دوی پری ځوابي ډزی وکړې او له هوايي بمباریو یې کار واخیست چې اړو دوړ کې ۱۷ وسلوالو طالبان ووژل شول دوی وايي چې دوی ته کوم دسر زیان ندی اوښتی ، دوی وايي چې ایتلافي ځواکونو تیره شپه ټوله په همدې ځای کې په ګزمه تیره کړه او په سبا یعنې سهار هم له وسلوالو سره یې نښتې درلودی خو نه پکې کوم څوک وژل شوي دوی وايي چې د نن ورځې په اخ او ډب کې یې وسلوال په کورونو کې غلي کړل.