سردار محمد نادر نعیم له زلمي رسول سره یو ځای سو
سردارمحمدنادر نعیم د ډاکټر زلمي رسول له ټاکنیز ټیم سره یوځای سو
ولسمشری چوکۍ ته نوماند ډاکټر زلمي رسول د یو خبري کنفرانس پر مهال وويل چي د سردارمحمد نادر نعیم په یوځای کیدني سره د اعتدال ،برابرۍ او رغوني ټیم د کامیابۍ پولو ته نور هم نژدې سوو
هغه سردارمحمد نادر نعیم یو فعال سیاسي ځوان وباله او د هغه یو ځای کیدنه یی ددوی له انتخاباتي ټيم سره د بریالیتوب نښه یاده کړه
سردارمحمد نادر نعیم وايې ځکه د زلمي رسول سره یو ځای سو ،چي هغه او د هغه ټیم کولای سي،د افغانستان اوسنۍ وضعي ته نور هم مثبت تغیر ورکړي
بل نوماند قیوم کرزی چي مخکی د زلمي رسول سره یو ځای سوی و د خپلو خبرو پر مهال وویل چی د ا وخت د افغانستان لپاره تر ټولو ملي یوالی او اتفاق مهم دئ،او دوي په پوره اتفاق سره کولای سي افغانستان د سولي او ثبات لوری ته کش کړي.