کندهار:د ټاکنو لپاره خامخا امنیت ساتو
د کندهار ولايتي اداره د دغه ولايت اوسېدونکو ته د انتخاباتو د ورځي د امنيت ډاډ ورکوي.
په هغه خبري ناسته کي چي د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، د کندهار مرستيال والي، د امنيت امر، د لومړۍ او دريمې لوا قومندانانو او د انتخاباتو د کمېسيون رئيس ګډون کړى و.
په ياد خبري کنفرانس کي د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال وويل، انتخابات په سياسي لحاظ يوه داسې پروسه ده چي د يوه هېواد سياسي او اقتصادي بقا ورسره تضمينېږي، په افغانستان کې به څو ورځي وروسته له نېکمرغه د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو لپاره انتخابات پيل سي.
ښاغلي پتيال زياته کړه: “د افغانستان دښمنان په دې هڅه کي دي چي له بېلابېلو لارو څخه د انتخاباتو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. دښمن د کندهار د اوسېدونکو اذهان مغشوشوي، دوى کوښښ کوي چې د خلکو په ذهنيتونو کي وېره خپره کړي، مګر په حقيقت کي امنيتي حالت دغسي نه دى. د رايو ورکولو ځينې محدود مراکز تر تهديد لاندي دي، خو ډېر ژر به هغه هم له تهديده خوندي کړو. دښمن تر مسلحانه قوت تبليغات زيات کوي، په دوى کي د جنګ قوت نه سته.”
ښاغلي پتيال د خبرو په دوام وويل، د کندهار ټوله ولايتي اداره خصوصاً امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د ورځي لپاره پوره امنيتي چمتووالى لري او خلک په آزاده او امنيتي فضا کي خپله رايه کارولاى سي. نوموړي وويل، د تېرو کلونو په پرتله نن ورځ په کندهار ښار او ولسواليو کي کاملاً د تېرو څو مياشتو يا کال په مقايسه اوس امنيتي حالت د ډاډ وړ دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري وويل، ټول ولس ته باور ورکوم چي امنيتي ځواکونو تر اوسه امنيت ساتلى او په راتلونکي کي به د امنيت لپاره هڅي نوري هم ګړندۍ کړي. ده وويل، په خاص ډول چي امنيتي ځواکونو د انتخاباتو لپاره کوم پلانونه جوړ کړي، ډاډه يم چي امنيتي حالت به تر دې هم ښه سي، زه له ټول ولس څخه د رايو د استعمال غوښتنه لرم. نوموړي زياته کړه: “موږ په مالي او تخنيکي لحاظ لازمي اړتياوي پوره کړي دي، زموږ غوښتنه دا ده چي خلک د خپل سرنوشت لپاره په ډېر همت راولاړ سي او رايه وکاروي.” نوموړي وويل، د رايو د استعمال په ورځ به په ټولو ولسواليو کې د رايو مراکز پرانيستي وي، يو تعداد چي دامهال تر تهديد لاندي دي، امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړى چي د هغوى امنيت به هم ټينګېږي.
دغه راز په خبري ناسته کي د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي وويل، د “چمتو درې” په نوم تصفيوي عمليات چي په خاکرېز، پنجوايي، ژړۍ، ميوند او غورک ولسواليو کي يې پيل کړي ول، تر اوسه دوام لري. ده زياته کړه، له ١٧ هغو مرکزونو څخه چي مخکي تر امنيتي تهديد لاندي ول، اوس يوازي لس مراکز له امنيتي تهديد سره مخ دي، چي په راتلونکو څو ورځو کي به هغه هم خوندي کړل سي.
نوموړي وويل، په يادو تصفيوي عملياتو کي يې ٥ وسله وال مخالفين وژلي، ٦ وسله وال يې ژوندي نيولي او دوه وسله وال يې ټپيان کړي دي.
ده دغه راز وويل: “١٢٩ حلقې ماينونه مو کشف او شنډ کړي دي. همداراز مو ٢٢٠ کيلوګرامه باروت، ١٢ عدده پليتي باروت، ١٨٣ عدده د ماين پېوزونه، ١٠٠ دانې د ماين پټاکۍ، ٢٥٠ متره سانيه سوز لاينونه، ٨ دانې د ماين کانچې او يو شمېر نور مهمات لاسته راوړي دي.