کندهار:د ایډز ۳۵پیښي ثبت سوي
په کندهار کي د خطرناکي او وژونکي ناروغي ايډز ګراف د تېر په پرتله زيات لوړ سوي دي
دکندهار د عامي روغتيا مسئولين وايې چي د تېر په پرتله په دې وژونکي ناروغي زيات کسان اخته سوي دي
هغوي ددې پيښو د زياتوالي علت په نشه يي توکو د زياتو کسانو اخته کيدل او د هغوي لپاره د مجهر روغتون نشتون ګڼي
دکندهار د عامی روغتیا ریاست د ایډز ناروغی د درملنی د څانګی مشر ډاکتر همایون رحمانی وایی په کندهار کی د ایډز مثبتی پیښی ۳۵ ته لوړی سوی دی چی له امله یی پنڅو تنو یی خپل ژوند له لاسه ورکړي دی
ښاغلي همايون په کندهار ښار کي په نشه د زياتو کسانو اخته کېدل ،دنشه يي توکو زيات کر او قاچاق،د ګاونډيو هېوادونو سره د خلاصو سرحدونو درلودل، بې کاري او جګړه هغه موارد يادل کړل چي د ايډز د ناروغي ګراف يې د تير په نسبت دوه برابره زيات کړي دي
بايد وويل سي چي په ۱۳۹۱ کال په کندهار کي ۱۹تنه د ايډز په خطرناکه ناروغي اخته سوي وه چي له اخته کسانو څخه يو تن مړه سوي وو
ولي په ۱۳۹۲کال کي دا شمېر ۳۵ته لوړ سوي دي چي پنڅه تنه يې مړه سوي دي.