کابل:د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون برید روان دئ

اسدالله زړه سواند | مارچ 29th, 2014


په کابل کي د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون برید سوي
راپورونه وايي د کابل ښار په ختيځ کې وسله والو د ټاکنو په خپلواک کمېسيون بريد کړی دی.
امنتي چارواکي وايې وسله وال یوې ودانۍ ته ختلي او له هغه ځای څخه يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر برید لاندي نیولی دئ
د کابل د نهمي امنتي حوزې مسئول روح د رسنیو سره د خبرو پر مهال د پیښي پخلی کړي او زیاتوي چي سیمي ته پولیس استول سوي دي
عیني شاهدان وايې تر اوسه په سیمه کي یوه چاودنه سوې او دا مهال ډزي اورېدل کیږي
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ومنله چی د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون وسله برید سوی
هغه وايې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي يې خوندي ځایونو ته استولي دي
دده په خبره چي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اړین توکي يې وختي ولایتونو ته لیږلي دي او هغوئ ته هیڅ خطر نسته
وسلوالو تر اوسه په دې اړه کوم څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024