دکندهارهوايي ډګر پر نړیوال معیار جوړیږي

اسدالله زړه سواند | مارچ 31st, 2014


د کندهار نړيوال هوايي ډګر، چې د ښار ختيځ لورې ته پروت دى، د پراخې سيمې او ښه موقعيت له مخې د افغانستان په کچه لومړنى هوايي ډګر دئ.

خو په دغه هوايي ډګر کې د نړيوالو اصولو او معيارونو مطابق د خدماتو نه وړاندې کولو د يوې ستونزې په توګه يادېدل.

په دغه برخه کې تر ټولو لويه ستونزه داوه، چې نړيوالو هوايي شرکتونو نه غوښتل، چې دلته پانګه اچونه وکړي او يا هم خپل پروازونه د دغه هوايي ډګر څخه پيل کړي.

خو داسې ښکارې، چي په دې وروستيو کې دغه هوايي ډګر د نړيوالو معيارونو د پوره کېدو په درشل کې دئ او تر راتلونکو دريو کلونو پورې به يې خدمات ډېرې نيمګړتياوي ونه لري.

ددغه ډګر چارواکي وايي، چي دغه معيار ته د رسېدو لپاره يې په تېرو دريو کلونو کې ٧٩،٣٥ يورو د پرمختيا پر کارونو لګولي دي.

ددغه ډګر امر احمدالله فيضي، چي د کندهار د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته خبرې کولې وويل، چي دغه پيسې د نوي ځغاست ليکې، ټکس وې، ټاور، د ميدان د احاطې د دېوال او په هوايي ډګر کې د ټولو سړکونو د اساسي جوړولو په کارونو لګېدلي دي..

دده په وينا، چي د تلاښۍ د ايکسرې ماشين او ځينې نور وسايل هم په هوايي ډګر کې نصب سوي دي، چي د نړيوالو شرکتونو لپاره يې زمينه برابره کړې، چي دلته د هوايي چلند په برخه کي پانګه اچونه وکړي، په داسي حال کي، چي مخکې يې د معيارونو د نشت له امله زړه نه ښه کاوه.

د کندهار هوايي ډګر، چي دامهال پکښي د لسو په شاوخوا کي کورني او نړيوال هوايي شرکتونه پروزاونه لري، د پرمختګ ځينې نور ګامونه هم اخيستي دي.

دا پرمختګ به په راتلونکو دريو کلونو کي وسي، چي له مخې به يې کندهار هوايي ډګر د افغانستان په کچه د کارګو او د چورلکو د تخنيکي ورکشاپ په مرکز بدل سي.

د کندهار هوايي ډګر د مسولينو په خبره په دې سره به نه يوازې زيات عوايد ترلاسه کړي، بلکي هغه اړتيا به هم حل شي، چې اوسمهال د کورنيو الوتکو د ترميم لپاره يې نورو هېوادونو ته ده.

ددغه ډګر امر احمدالله فيضي وايي، چې په افغانستان کې د چورلکو د خرابېدو له امله مجبور دي، چې طيارې نورو هېوادونو ته ولېږو، چې په هر ځل جوړولو يې لږ تر لږه ٢٥ زره ډالر لګښت راځي.

هغه زياته کړه، چې د چورلکو د ترميم ورکشاپ جوړېدو ته د ٨٠ ميليونو ډالرو اړتيا شته، چې په لومړيو کې به يې چارې بهرنيان ترسره کوي، خو د کار په مهال شرط ورته ايښودل شوي، چې د افغانانو په روزلو سره به دغه چارې افغانان ترسره کوي.

د افغانستان په کچه د ښه موقيعت او پراخې ساحې درلودل، دوهمه هغه ځانګړتيا ده، چې د کندهار نړيوال هوايي ډګر به د کارګو يا د هوا له لارې د سوداګريزو مالونو د لېږد مرکز وي.

ويل کېږي، چې د کندهار هوايي ډګر د ١٣٩١ کال عوايد څوارلس سوه زره ډالره وه، خو تېر کال درې نيم سوه زره کم شوي وه، چې د کارګو د مرکز وروسته به يې عوايد د توقع خلاف زيات شي.

د کارګو د لېږد لپاره هلته د مېوو او توکيو د ساتلو ځاى هم جوړ شوي دي، چې اوس مهال پکې د ٥٠ الوتکو مالونه ځايېږي.

د کندهار هوايي ډګر د معيارونو د پوره کېدو په لومړيو کې د افغان جيټ او پلايټ دوبۍ په نوم هم دوو شرکتونو د کندهار څخه الوتنې پيل کړي او د ترکيش اير وي سره هم چارواکو موافقه کړې ده.

چارواکي وايي، چې مخکې کندهار ته د نورو ولايتونو څخه الوتکې راتلې او بيا دلته يوازې د مسافرينو لپاره کښته کېدې، خو له دې وروسته به الوتکي د مسافرينو په انتظار ناستي وي او پر وخت به الوتنې پيلوي.

Copyright Larawbar 2007-2024