زابل:د زلمي رسول په ملاتړ پراخه غونډه وسوه

اسدالله زړه سواند | مارچ 31st, 2014


په مرکز کلات ښارکی دیوی لوی غونډی پرمهال خلکو خپل ملاتړ دډآکټر زلمی رسول څخه اعلان کړه دغه اوسیدونکی چی شمیر یی زرکونوته رسیدی دمرکز او ولسوالیو څخه سره راغونډشوی وه اوویل یی چی په راتلونکو ټاکنوکی به خپله رایه دزلمی رسول په کټه استعمالوی په یاده غونډه کی په ولسی جرګه کی دزابل د خلکو استازوهم بره اخیستی وه

دیک شنبی په ورځ په مرکز کلات ښآرکی دیوی لوی غونډی پرمهال ددغه ولایت اوسیدونکی خپل ملاتړ دډاکټرزلمی رسول څخه اعلان وکړ دغه اوسیدونکی چي شمېر یې زرکونوته رسیدي دمرکز او ولسوالیوڅخه سره راغونډسوی وه

او ویل یې چي په راتلونکو ټاکنو کي به خپل رایه دزلمی رسول په ګټه استعمالوی په یاده غونډه په ولسی جرکه کی دزابل دخلکو استازی عبدالقادر کلاتوال سناتور محمد داود اساس سناتور زلمی زابلی غنی خان توخی او دکندهار ولایت څخه دزلمی رسول دکمپین مسولینوهم برخه اخیستی وه په یاده غونډه کی په ولسی جرکه کی دزابل دخلکو استازی عبدالقادر کلاتوال دټولو خلکوڅخه غوښتنه وکړه

چی په راتلونکو ټاکنوکی دی په پراخه پیمانه ګډون وکړی او خپله رایه دی دډاکټر زلمی رسول په ګټه استعمال کړی کلاتوال وویل چی اوس نو ددی وخت رارسیدلی دی چی خپل ته نظام ته دټوپک پرځای دخپلی رایی په واسطه بدل کړو .

په زابل کی دزلمی رسول دکمپین ولایتی مسول غنی خان توخی دډاکټر زلمی رسول کړن لاره په هیوادکی دسولی یووالی او دپوهینی دبهیر دودی په مانایاده کړه ښآغلی توخی هیله وښوده چی دزلمی رسول په راتک سره به په هیوادکی سوله او ارامی راشی په یاده غونډه کی ولسمشری ته دنوماند محمد شفیق کل اغا شیرزی دکمپین ولایتی مسول ملابرات او پلویانو یی په یوه اواز سره خپل ملاتړ دزلمی رسول څخه اعلان کړ اوویل چی په راتلونکو ټاکنوکی به خپله رایه دزلمی رسول په کټه استعمالوی

بل لوری ته بیا په دغه ولایت کي دناصرو قومي شورا هم دیوې پراخي غونډي په ترڅ کی د داکتر زلمی رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ ، دغونډي برخه والو داکتر زلمی رسول دهیواد یو مهم شخصیت په توګه یاد کړ او دهغه څخه یی دملاتړ ننګه وکړه واکس پاپ دوهم

دیادوني وړده چی دوي ورځي وړاندی هم ددغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کی دهوتکو دقومي شورا د عبدالله خان هوتګ په مشرتوب دداکتر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه ،

Copyright Larawbar 2007-2024