کندهار:وسلوالو یوځل بیا ۵ملکی کسان یرغمل کړي
وسله والو دکندهار د غورک له ولسوالۍ څخه پنځه تنه ځوانان تښتولي دي
چارواکي وايې دغه پنڅه ملکي وګړي دي،چي د دولت سره د تړاو په تور د وسله والو لخوا نامعلوم لوری ته بیول سوي دي
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او دکندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې یاد پنځه تنه د غورک ولسوالۍ د یختون له سیمي تښتول سوي دي
دده په خبره یاد کسان غره ته د بوټو د راټولو لپاره تللي وه ،چي وسلوالو طالبانو له څان سره نامعلوم لوری ته وړي دي
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د کندهار ولايت په شمالي ولسوالۍ غورک کې وسله والو مخالفينو ١١ ملکيان د دولت سره د تړاو په تور يرغمل کړي وه،چي وروسته د قومي مشرانو په مرسته راخوښی سول