کور / z_buitenland_news -- 5 / سپينه ماڼۍ د برېښنا له ستونزي سره مخ ده

سپينه ماڼۍ د برېښنا له ستونزي سره مخ ده


د جمعې په سهار د سپيني ماڼۍ د شاوخوا ځينو سيمو برېښنا ولاړه، چي له امله يې يو شمېر ګډوډۍ رامنځته سوې.
كه څه هم په ورسته پاتو هيوادو كي د برېښنا د تګ ستونزه يوه عادي خبره ده، خو امريكايي چارواكي او د واشنګټن په زرونو اوسېدونكي د برېښنا په ناڅاپي تګ اندېښمن سول.
د راپورونو له مخي د جمعې په سهار د سپيني ماڼۍ د ځينو سيمو په ګډون د واشنګټن ښار د يوې برخي برېښنا ولاړه چي له امله يې د ښار ټرافيك جام او د اورګاډو او موټرونو تګ راتګ ودرېدئ.
د سپيني ماڼۍ وياند ټوني فراټو وايي د مرستيال ولسمشر ډيك چيني دفتر هم په هغه سيمه كي شامل و، چي برېښنا يې ولاړه، خو د جنراتورونو په چالانېدو ستونزه اواره سوه.