غزل

د لراوبر اداره | جون 13th, 2008


ګوره دباران غوندی یاره پر ګریوان راځي
ما هم وړي دځان غوندي اوښکي می پر ځان راځي
 
دښته به می ګل کاندی شور دمغزو کور ورته
خیال دشنه اسمان غوندی اوري پر بیابان راځي
 
ما ورته کرلی ده شپو ته دښکلا سپوږمۍ
ستوري وړم پیزوان غوندی ځمه بل جهان راځي
 
حسن ته بی واخلمه ګل ته پسرلئ دګل
زړه بی کړم دځان غوندی هسی نه خزان راځي
 
وره ته چه وقار وروړی یادي  یه سجدي نه شوي
ښکاری لږ نا ځوان غوندی ځکه خو ارمان راځي






رالیږونکی : محمدعلی عمری/ جنوبی پښتونخوا /مسلم باغ

Copyright Larawbar 2007-2024