کندهار:د رای په ځینو مرکزونو کي رای پاڼي نسته

اسدالله زړه سواند | اپریل 5th, 2014


دکندهار ولایت د رای ورکړي په ځینو مرکزونو کي رای پاڼي کمي سوي دي
په دې ولایت کي په زیات شمېر نارینه او ښځینه په ډلو – ډلو د رای وکړي مرکزونو ته په نوبت کي ولاړ او غواړي چي خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي
خو د کندهار د عینو ښوونځي،میرویس نیکه لیسې او یو شمېر نورو د رای ورکړي مرکزونو کي رای پاڼي کمي سوي دي او خلګ غوښتنه کوي چي ددوي یاده ستونزه دي ژر تر ژره حل سي
بلخوا ویل کیږي ،چي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په څینو سیمو د رای درې مرکزونه د نامعلومو دلايلو له امله تړلي دي
دکندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالهادي داوري وايې هڅه کوي چي د رای مرکزونه ډېر ژر اکمال کړي
بلخوا د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايې د امنیت د ټینګښت په څنګ کي يې په ټاکنو کي د مداخلې مخه نیولې ده
هغه وايې یو نارینه او ښځه چي په زیات شمېر د رای کارتونه يې له ځان سره درلودل او غوښتل يې د یوه مشخص کاندید په توګه وکاروي نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي
کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا خپل د خوښی وړ نوماند ته د رای ورکوني پر مهال خبریالانو ته وویل چي له توقع خلاف زیات شمېر نارینه او ښځینه کسان د رای ورکولو مرکز ته ورغلی او لا هم ور روان دي
هغه په دې برخه کي له امنتي ارګانو څخه مننه وکړه چي د خلګو لپاره د رای ورکولو پوره زمینه برابره کړې ده
باید وویل سی چی دا مهال په کندهار کي ۲۳۴د رای مرکزونه فعال دي خو خلګ شکایت کوی چي دا مرکزونه لږ دي او په ځینو مرکزونو کي د رای پاڼي وجود نه لری

Copyright Larawbar 2007-2024