کور / هراړخیز / د ویاړ د ورځې خاطره

د ویاړ د ورځې خاطره

image
پرون شپه خوب نه راتلی، د خوښۍ او اندېښنې ګډو احساساتو پر سر اخیستی وم.
د ټولټاکنو، احساساتو، خوشبینیو، بدبینیو، امیدونو، قربانیو، بمونو، ځانمرګو… په اړه مې تر ناوخته فکر کاوه.
سهار تر لمانځه او دعا وروسته سمدستي د رایې اچونې په موخه راووتم، او د رایې اچونې یوه نژدې خو لوی مرکز ته روان شوم، موسم خوندور و، میده میده باران و، هوا یخه او خوږه لګېده، چاپیریال کټ مټ د اختر د لومړي سهار غوندې و.
مرکز ته راورسېدم، تر دروازې چې ور تېر شوم، د ښوونځي تر ودانۍ پورې لنډ لین ولاړ و، په زړه کې خوشحاله شوم چې ډېر ژر مې نوبت رارسیږي، خو خبر نه وم، چې دا لین، د دهلیز تر دروازې ور تېر شوی، په ټولو دهلیزونو ګرځېدلی، دویم پوړ ته پورته شوی او بالاخره د رایې اچولو کوټو ته رسیږي.
د ښوونځي ودانۍ ته په ننوتو مې ولیده چې تر ما مخکې په سلګونو مشران، کشران، سپین ږیري او ځوانان ولاړ ول.
خوند یې راکاوه، لین ورو ورو مخ ته تلی، ځوانان تر نورو زیات ول، ټولو ټوکې کولې، خوشحاله ول او پر ټیلفون یې له خپلو ملګرو پوښتنه کوله چې په کومو مرکزونو کې رایې اچولو ته راوتلي.
وروسته ځوانانو پرېکړه وکړه چې سپین ږیرو ته به اجازه ورکړو چې له لین څخه ووځي او مخامخ د رایې اچونې کوټو ته لاړ شي، دې خبرې خوشحاله کړم او پسله ډېره وخته مې له انتظاره خوند اخیست.
په دهلیزونو کې ناظران تا و بالا کېدل، تر ټولو په زړه پورې دا وه چې په لین کې ولاړو ځوانانو د څارونکو څارنه کوله، چې کله به مخامخ ننوتل، دوی به یې پوښتنه کوله چې اول دې کارت وښیه بیا ننوځه.
زموږ سره نژدې یو پوخ خو په زړه ځوان سړی ولاړ و، موږ ورته وویل چې کاکا یا همداسې پر ورځه یا کښېنه چې لږ دې دمه جوړه شي. خو سړي خوندوره غوسه وکړه ویل ګورئ کاکا راته مه وایاست، زه ځوان یم.
ځوانانو له یو بله پوښتنه کوله چې چا ته رایه ورکوي، ټولو په خندا یو بل ته ځواب ورکاوه.
یوه ځوان بل ته له ټوکو وویل چې ګوره دې پلانکي ته رایه ورکړه، ده ورته وویل چې زما رایه یو نه، دوه میلیونه ډالر ارزښت لري او هغه چا ته به یې ورکوم چې خوښ مې دی.
یوه خارجي خبریاله راغله، د دومره ډېرو خلکو په لیدو یې او مای ګاډ، او مای ګاډ، ان بیلیوبل نارې شروع کړې.
له یوه مشر سړي سره یې خبرې شروع کړي، هغه په خپله ماته ګوډه انګلیسي پوی کړه چې د طالبانو په کیسه کې نه دی او د خپل هیواد د راتلونکې لپاره داسې چاته رایه ورکوي، چې کار وکړي، او سوله راولي.
اخر له دوه نیم ساعته خوندور انتظار وروسته زما نوبت راورسېد، بسم الله مې وویله رایه مې ورکړه.
چې راووتم، باران نور هم تېز شوی و، خو زه په طبعه را روان شوم، فکر مې کاوه، د خلکو، خوشحالۍ، امیدوارۍ او د هرې خطرې سره سره بیا هم ګډون کولو ته سوچ وړی وم.
ما ویل خلکو خو دا دی دریم ځل هم خپل مسئولیت ادا کړ، له هر رقم ګواښ سره سره یې بیا هم د کاندیدانو، خبرې او پروګرامونه واورېدل، نن یې خپله رایه هم ورکړه، اوس به ګورو چې زموږ دولت څومره له دې رایو سره وفا کوي او په کې د درغلۍ مخه نیسي، همدرانګه به دې ته حساب کوو چې راتلونکی ولسمشر د خپلو خلکو د رایو څومره قدر کوي، څومره یې ارمانونه پوره کوي او څومره پر خپلو ژمنو دریږي.
ما داسې احساس کاوه چې زموږ (خلک)په دې ستره ازموینه کې بریالي شول، خپل مسئولیت یې ترسره کړ، اوس به راتلونکی ولسمشر او ټیم یې ګورو چې څومره هڅه کوي چې بریالي شي او دا وطن د یو ودان افغانستان په لور بوځي.
خلکو په عمل کې وښوده چې په ولسواکۍ باور لري، او دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
ولس او نړۍ ټوله منتظره ده چې راتلونکی ولسمشر به تر کومه حده له دې ستر امتحان څخه بریالی وځي.
په افغانستان کې د رڼو ټاکنو او ولسواکۍ د بریا په هیله