ویسا:د توقع خلاف کسانو په ټاکنو کي برخه واخیستل

اسدالله زړه سواند | اپریل 5th, 2014


په کندهار کي زيات شمېر خلکو د انتخاباتو په ملي پروسه کي برخه اخيستې اوس هم د رايو پروسه دوام لري.

په خبري ناسته کي چي د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، کندهار والي او امنيه قوماندان ګډون کړى و.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، د ډېري خوښۍ ځاى دى چي په دومره زياته کچه کندهاريان د رايو مراکزو ته تللي او خپلي رايي استعمالوي. ښاغلي ويسا زياته کړه: “په کندهار کي د توقع خلاف ډېر خلک د رايو مراکزو ته ولاړ دي او رايه کاروي، دا ځکه چي خلک اوس د دې ورځي په اهميت پوه سوي دي.”

والي دغه راز زياته کړه، د کندهار له خلکو ډېره مننه کوي، چي د دې پروسې په ممکن کېدو کي يې زحمت ايستلى او ستړي سوي دي.

کندهار والي وويل، له ټولو امنيتي ارګانونو څخه منندوى دى چي تر دې مهاله يې په خپل ټول توان د انتخاباتو د پروسې امنيت خوندي کړى او دښمن ته يې هېڅ ډول موقع نه ده ورکړې، چي دا پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي. هغه د خبرو په دوام وويل، د کندهار پر ځينو ولسواليو د ګاونډي هېواد له لوري راکټي بريدونه سوي، خو تلفات يې ډېر لږ دي. نوموړي زياته کړه: له همسايه هېواد څخه مو دا توقع نه درلوده، چي راکټونه به راتوغوي، موږ همېشه د دوى دغسې ملي ورځو ته درناوى درلودلى او د هغوى احترام مو لرلى دى.”

والي د خبرو په دوام وويل، د کندهار په ځينو مراکزو کي د رايو پاڼي کمي سوي، خو د رايو د پاڼو کمښت بېرته د پوره کېدو په حال کې دى.

د کندهار امنيه قومندان پاسوال عبدالرازق وويل، په کندهار کي په ډېر سوله ييز ډول د انتخاباتو پروسه مخته روانه ده، خو په ځينو ولسواليو کي جزي تلفات لري. هغه زياته کړه، د همسايه هېواد له لوري د سرحدي پوليسو پر ځينو امنيتي پوستو بريدونه سوي، خو خاص تلفات يې نه دي درلودلي.

پاسوال رازق زياته کړه، په معروف ولسوالۍ کي د لارو د پرانيستلو پر مهال يو محلي پوليس شهيد سوى او په ميوند ولسوالي کي د ملي اردو يو سرتېرى ټپي سوى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024