کندهار:۹۳کال ټاکني پرته له امنتي پیښی ترسره سوې

اسدالله زړه سواند | اپریل 5th, 2014


په کندهار کي د ټاکنو پروسه په خورا بریالیتوب سره پای ته وسیده
په ښار او ولسوالیو کي ګڼ کسان راوتلي وه او د ټاکنو په پروسه کي برخه واخیستل او خپل د خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړه
په ټولیز ډول په کندهار کي د امنیت لپاره خورا ټینګ امنتي تدابیر نیول سوي وه او زیاتو کسانو له همدې امله په ټاکنو کي ونډه واخیستله
د کندهار امنيه قومندان پاسوال عبدالرازق وايې خلګو ورسره د امنیت په برخه کي مرسته کړې له همدې امله کومه امنتي پیښه رامنځ ته نه سول،نوموړي وايې که څه هم د همسایه هيواد له لوری د سرحدي پوليسو پر ځينو امنيتي پوستو بريدونه سوي، خو خاص تلفات يې نه دي درلودلي.

پاسوال رازق زياته کړه، په معروف ولسوالۍ کي د لارو د پرانيستلو پر مهال يو محلي پوليس شهيد سوى او په ميوند ولسوالي کي د ملي اردو يو سرتېرى ټپي سوى دى.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا بیا وايې چي، د ډېري خوښۍ ځاى دى چي په دومره زياته کچه کندهاريان د رايو مراکزو ته ولاړل او خپلي رايي يې استعمال کړې .
نوموړي زیاته کړه: “په کندهار کي د توقع خلاف ډېر خلک د رايو مراکزو ته ولاړل او رايی يې وکارولې، دا ځکه چي خلک اوس د دې ورځي په اهميت پوه سوي دي.”

Copyright Larawbar 2007-2024