کور / هراړخیز / دحمل ۱۶ تاریخي ورځ

دحمل ۱۶ تاریخي ورځ

نن دافغانستان دولس لپاره یوتاریخي ورځ ده ،خصوصا په داسي یولرزان حالت کی چه دیوي خوا دطالبانو ګواښونه اودپاکستان دای ایس ای ناځوانمردانه مداخلي رواني دي خودافغانستان ولس داسي په خوشخالۍ اوهیجان سره سهاردوخته دکورونو راوتلي اودټاکنودمراکزو پرلورروان دي ،اویوډول دخوشحالۍ اوغرور احساسات دورایه دځوانانو اوزړو به چهروکي لیدل کیږي .
ماپرون لا خپل دټاکنو کارت ولټاوه اواماده مي کړ ،سهار د اوه نیمو بجو په حدودوکي مي ډیر افغانان ولیدل چه زما نه دمخه په قطارونو کي ولاړ وه ،دوی مي ترځان غښتلي ولیدل ، دټولو رایه ورکوونکو په چهرو کي ډیره خوشحالي اورضایت لیدل کیدی .
پوره ۲۵ کاله وړاندي کله چه مي په پاکستان کي دمهاجرت شپي اوورځي تیرولي اوهلته دپاکستان دتاکنو دورځي شاهد وم نو ډیر به زهیریدم اوکله چه به مي ددوی تلویریوني پروګرامونه لیدل نو به نورهم خفه سوم اوحتي دسترګو به مي اوښکي راغلي . خو نن دومره خوشحاله یم چه هغه دچاخبره په کالو کي نه ځایږم ، دټاکنو په مرکز کي مي چه رایه ورکونکي ولیدل چه هریو ترماډیرخوشحاله وه نو زه به نور هم خوښ سوم . دخلکو لیوالتیا اوبرخه اخیستنه فوق العاده زیاته ده. دټاکنو دمراکزو کارکوونکو په ډیر ښه ډول سره خپله دنده مخ ته وړله ،دکاندیدانو نماینده ګانو اوناظرانو هم پروسه څارل هیڅ ډول بي نظمي مي ونه لیدل .
دا ټاکني دافغانانو لخوا ترسره کیږي اوهیڅ ډول دبیګانه ګانو لاس وهني ته موقع نه ده ورکول سوي ،ټول امنیت دافغاني ملي فوځونو،ملي پولیسو اوملي امنیت دځواکونو لخوا برقراره سوی دی ،دایساف ځواکونو هیڅ رول نه سته. که چیري دټاکنو اماده ګۍ ته وګورو نوټوله پروسه افغاني او په ډیرښه ډول تنظیم اوپلان سوي ده .
دولسمشرۍ کاندیدانو ولایتو ته سفرونه وکړه اوپه ډیره ارامه اودیموکراتیکه فضا کي یی خپلي کړن لاري بیان کړي او هیڅ داسي یو واقعه پیښه نه سوه چه دټاکنو د مبارزو پروسه ګډه وډه کړي ، بلکه دریاست جمهوری کاندیدان په لویو میدانو اوسټیډ یومونو کي دولس په وړاندي ودریدل اوخپل پلانونه یی بیان کړه .
دافغانستان ځواني میدیا هم یو باارزښته رول بازي کړ ، په هره صوتي ،تصویری اوچاپي رسنۍ کي دټاکنو دمبارزو انعکاس په ډیر عادلانه اوښه ډول سره ترسره سو ، کله چه مي دتلویزویون دلاري دکاندیدانو ترمنځ مناظري ولیدي واقعا ډیر په زړه پوري وي اودا په یوډیر ښه ډول ترسره سوي .کاندیدانو هریوه په دیره حوصله مندي سره دسوالونو جوابونه ویل او په یوه ډیره سالمه فضا کي یی رقابت وکړ اویواوبل یی په ډیر ادب سره تحمل کړه اوښه زغم یی وښود . په ښارونو کي دولسمشرۍ دکاندیدانو اوولایتي شورا کاندیدانو تصویرونه په هرساحه کي ترسترګو کیدل ،هیڅ یو کاندید دبل کاندید تصویر څیري نه کړ بلکه دهغه په څنګ کي یی خپل تصویر وځړاوه .
افغان ولس وښودل چه دایو باوقاره اووطندوسته ملت دی ،دوطن په دفاع اوساتنه کی یی نړیوالو ته په اثبات ورسول چه دایو ازاد ه خاوره او ملت دی چه دهیڅ یو بیګانه سلطه اوباداري نه مني ، دخوښۍ ځای دادی چه دافغانستان دا ټوکر ټوکر ولس چه ۳۵ کاله یی دبیګانه ګانو سره په جګړه کي تیر کړه اوس د ي ربړیدلي ملت ملت هرڅه داسي به ښه ډول زده کړه چه ته به وایی دي وطن کی هیڅ نه دي پیښ سوی ، مګر افغان باتور ولس وښودل چه دایو قهرمان اومتمدن ملت دی .
دچاباور نه راځی چه داسي په یو ښه نظم کي ټاکني ترسره سي چه دتوقع خلاف په زیات شمیر افغانان په ټاکنوکي برخه واخلي . داټول دالله ج فضل اوکرم دی چه دادپسرلي په ښکلي موسم کي دباران داوریدو به جریان کی نر اوښځي په ډله ډله دټاکنو مراکزو ته راځي اودیومسؤل افغان شخص په توګه خپله دنده ترسره کوی .
ملي وحدت په افغانستان کي داسي تامین دی لکه شمسي نظام چه هره سیاره په یوه خاص توازون کی قرارلری . اوټول ولس د۳۵ کالو جنګونو باوجود یوپارچه اویوموټۍ پاته دی . پرافغانستان یرغلونه وسوه اوپه ملیونو افغانان شهیدان او معیوب سوه ،بي کوره سوه اومهاجرتونو ته مجبوره سوه ،په دي ټولو ناخوالو اوبدبختیو کي افغانستان پارچه اوټوته نه سو.
زموږ ځوان ملي فوځ اوملي پولیس په ورځو ورځو دکورو لیري په سنګرونو کي په کلک هوډ د اماده باش په حالت کي شپي اورځي په ویښه تیروی ترڅو دولسمشرۍ اوولایتي شورا ټاکني په سوله اوارامي کي ترسره سي .
دحمل ۱۶ دملي جشن حیثیت لري او دټولو تلویزینو څخه دملي سندرو اوترانو خپریدل دي جشن ته نورهم ښکلا بخښلي وه.