کور / علمي / دپاکستان اټومي اوذره وي وسلې دچا په لاس کې دي؟

دپاکستان اټومي اوذره وي وسلې دچا په لاس کې دي؟

۱-دپاکستان اټـــومـــی اوذره وی  وســـلي دچا په لاس کې دي؟
۲- د پاکستان اټومى او‌ذره وی وسلي امرېکايی چارواکي يې ناآرامه او پرېشانه کړېدي !
۳- د امريکا د ملي امنيت ستر مشاور وايي: د پاکستان تندلاري د امريکا دپاره خطر دي !
۴- پاکستان پر څلوروهیوادونوباندی اټومی تکنالوژۍ خرڅ کړی دی او سربيره پردی هم پاکستانی چارواکی  دالقاعده لاس ته د دغه هیواد د اټومی وسلې وروليدل ناشونې کاربولي!
۵- دامريکادجګپوړ چارواکوڅرګندونې اواندېښنه دپاکستان داټومی اوهستوی وسلو په هکله!
۶-دپاکستان اوسنی وضعه دايران  دهغه وخت دانقلاب سره يوشان ته ښکاري !

دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه
 ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل


(۱)  دپاکستان اټـــومـــی اوذره وی  وســـلي دچا په لاس کې دي؟

                دتايم مجلی تردغه سرليک لاندی ((دپاکستان اټـــومـــی اوذره وی  وســـلي دچا په لاس کې دي؟دغه مطلب يې وليکل : هروخت چې دپاکستان داټومی اوهستوی وسلوپه هکله پوښتنه  رامنځته کيږی ،بيادامريکی واکداران وايي دغه وسلي دباوری اومطمينوخلکوپه لاس  اوکنترول کې  دي ،داهغسی  ډاډ ګيرنه ده چې دروسيی  په هکله  هم  دارنګه ويل کيږی ، چې  دغه  ډول ويل،ددواړوهيوادونو دجګپوړونظامی قوماندانانودځانی اړيکو څخه  هم رامنځته  کيږی .  امريکايي جګپوړی چارواکی اوس کولای سی چې دپاکستان په اړه له دی ډاډمن کيدونه لاهم  ډاډمن وه وسی ،ځکه ددی هيواد (پاکستان) داردواودنظامی قواودوه جګپوړی واکمن قوماندانان دامريکا اوانګليستان سره مستقيمی اړيکی لری ،خپله جنرال پرويزمشرف په انګليستان کې اودده ځای ناستی جنرال کيانی دامريکی  په متحده ايالتونوکښی دنظامي زده کړوترښووني اورزوني لاندی راغلی دي  .
دتايم دمجلی دګزارش پربنسټ دااوس مهال نه ترسترګوکيږی  چې دغه ډاډ دی وکولای شی  داوږدمهالی وخت دپاره دوام اوپايښت پيداکړی،ځکه چې دپاکستان داردواودنظامی قواونوی نسل افسران اوصاحبمنصبان دامريکی سره پردي دي ،اودامريکی کنګری هم ددی دووهيوادونوترمنځ ټول نظامی اړيکی يې د(۱۵) پنځه لسوکلونوپه موده کښې دتحريمونوپه چوکات کې محدودکړی وه چې يو هم ددي اصلی دلائيلوڅخه مهم دليل يې دپاکستان هڅه اوزيار داټومی وسلولاسته راوړل بلل کيدل سی .
دکنګری دپيغوره ډک پريکړی نتيجه په خپله راڅرګنډه کوي،هغه افسران اوصاحبمنصبان چې دڅولسيزوکلنوپه موده کې په دی مسلک کې روزل سويدی همدااوس دپاکستان داردودجګپوړوڅوکيواومقامونو دترلاسه کولوپه حال کې دي . دغه افسران به ژراوپه چټکی سره ددی هيواد داردو اودنظامی ډېرومسايلودپريکړووسترواولوړومقامونوته درسيدلواوددی مقامونودترلاسه کولوپه حال کې دي ،چې ددی مهموڅوکيواودمقامونو له جملی نه يو يې هم دپاکستان داټومی اډی،اوهستوي  اوذره وی وسلو  ترلاسه کول دی . ددی افسرانواوصاحبمنصبانومحلی اوسميز ليوالتيااونږديوالی  دامريکاييانو دزغرده څارنی سبب ګرڅيدلی دي چې دغه داردواودنظامی قواودنوی نسل نږدی والی دالقاعدی اودطالبانودځواکونوسره ددی مهمی مسئلی اصلی عامل شميرل کيږی .
” آنتونى زيني“دامريکا يوپخوانی متقاعد جنرال چی ددی هيواد دمرکزی قوماندانی غړی وو،اوکله چې پرويزمشرف په (۱۹۹۸) ميلادی کال کې دپاکستان داردودقوماندان  اوددفاع دوزارت ومقام ته ورسيدی دغه امريکايي جنرال هغه وخت وپاکستان ته سفروکړاوواسلام ته ولاړيې، دی وايی : ((دمشرف هغه اصلی اومهم تشويش داووچې دده داردوترنيمايی زياته برخه افسران اوصاحبمنصبان دپاکستان نه بهراودباندی نه، ونوروبهرنيوهيوادونوته نه دی تللی .))
أنتونی زيني په  داسی حال کې چې دوي مياشتی مخکې دوروستيی ځل دپاره دپاکستانه څخه ليدنه اوکتنه يی درلود،دی لاتراوسه هم په دی باور دی چې دپاکستان داټومی اډی اوهستوی وسلي په ډاډمنه توګه دمطمينواوباوری خلکوپه لاس اوکنترول کې دي (( دی وايی لاتراوسه پوری داردوافسران اوصاحبمنصبان ددی موضوع کنترول په خپل واک کې لري .)) همدارنګه دی وايی اوودی موضوع ته اشاره کوی چې د(۱۹۹۰) لسيزی دکلنوپه موده کـــې ،ددی لسوکالــنوپه دی واټن کــې دپاکستان دافـــسرانواو صاحبمنصبانوليوالتيااوښه ليدنه پربل  خوا اوبل لور باندی صورت وموند.
دپاکستان داردودجګپوړوافسرانوډېرنسلونه به په امريکی اوانګليستان کې روزنه اوزده کړی به يې ليدلی وای،اودهمدی دليل پربنسټ ددی دووهيوادونو ليوالتيا اونږديوالي په نړيوالومسائلوکې به پرمختګ کړی وای مګردپاکستان پرخلاف دکنګری لخواد تحريمونوپه پيل کيدوسره دغه اړيکی يو دبل سره ، په (۱۹۹۰) نهولس سوه نهويم کال کې پری  سو .
” آنتونى زيني“دتايم دمجلی دمسوؤل ليکوونکی سره دپوښتنواوځوابونوپه ترڅ کې ويلی يې دی (( دمشرف  دتشويشونوڅخه  يوهم له دغه موضوع څخه راڅرګنډه  کيږی  چې دپاکستان داردو،دکښته رتبی اودکښته مقامونوافسران اوصاحبمنصبان ددی اړيکوڅخه ګټه نه دی ترلاسه کړی ،اوپه همدغه دليل سره ممکن دی چې دنړيوالوليوالتيا پرځای داخلی ليوالتيا يې پيداکړی دی .
دپاکستان په اردوکې هغه شميرافسران چې ږيري لري ،دهغوي شمير مخ پرډېريدودي اودکنګری دتحريمونو په لس (۱۰) کلنه موده  کښې  دمذهبی افسرانواومنصبدارانوشميردپاکستان په اردوکې ډېرسويدي اوپراختيا يې پيداکړی دي  .))
(( حسين حقاني )) ، د پاکستان دپخوانيوديپلوماتانواوسياست پوهانو له جملی څخه  چې همدا اوس دبوستون په پوهنتون کې داستادپه توګه  دنده ترسره کوي،په دی هکله وايی دپاکستان په اردوکې په دی وروستيو کې داسلام پلووبنسټ پالوپه وړاندی په مبارزی کې  دوزيرستان په سيمی کې څه ناڅه مقاومتونه رامنځته سوي دی  .
دی وايی : (( دغه ډلي چې ددوی  شمير هم لږ نه دی مخ ته ترهغه نه  چې دځانه سره اودخپل کړ نلاری اومفکوري سره جګړی ترسره نکړی  نسی کولای چې دوزيرستان دښورښيانو سره په جګړی کې ور ګډ سی اوجګړه دی وکړی  . اوددغه جګړی دکړنلاری اومفکوری نه راڅرګنده کيږی ،چې  دهغه پربنسټ ((جهاديان )) دمسلحوقواواستازی دي . دا اوس  هغه وخت چې  داردو وقواوته دستورورکول کيږی اوامرپرکيږی چې ددوي په وړاندي دی وجنګيږی نسی کولای ددی توپيرسره څنګ ته سره راسی ،اوپه ډېرساده ګی سره پسله دسپټامبر د (۱۱می) يوولسمی نيټی نه ديوی تيليفونی اړيکی په وسيله دجنرال مشرف او دامريکی دغه اړيکی بدلون  وموند .))
دامريکا اوپاکستان نظامی مرستی وروسته دسپټامبر د(۱۱می) يوولسمی نيټی څخه دسره پيل سو . ځکه دامريکی هيواددپاکستان دهيوادپه ملګری سره ودی ته اړ ووچې په افغانستان کې داسامه بن لادن  وبي وسلی کولوته ددغه هيواده څخه کار واخلی . مګر پاکستانيان  له دی کبله دامريکی دچلندبدلون  چې دپاکستان په وړاندی  يې درلودل په غصه کړی وو، اوله دی  امله ددی دووهيوادونوترمنځ اړيکی په ټيټه سطحه  سره پاته سوی دي  .
ان آنتونى زين وا يی (( ددواړوخواو يودبل په وړاندی په زغرده بی اعتمادی سره چې په دی منځ کې شته دی ،اودهغه ريښی دافغان اوانګليس لمړی جګړی ته اودپخوانی شوروی اتحاد سره وجګړی )) ته  مخه کيږی .اوموږ پاکستانيان مودزرهاووافغان  ګډوالوسره مويوځای ،يوازی پری ښودل او پسله د هغه نه چې تريخګرودسپټامبر(۱۱مه) يوولسمه پيښه  يی رامنځته کړبيا موږ په ډيره مينه سره ددوي  ومرستی ته موور وډانګل .))
دپنتاګون جګپوړی چارواکی وايی چې په دقيقه توګه مخ ته دمخه سره نسی کولای چې ووايوچې  دمشرف پريکړه دبيړنی حالت اعلانول کيدی سی  داسلام پلووبنسټ پالودمخامخ جګړی سبب به وګرځی اوکه ونه ګرځی ؟ نوپه دی هکله دپاکستان دافسرانواودصاحبمنصبانوله جملی نه يو يی داهسی وايی : ((په ډاډمنه توګه  دبيړنی حالت داعلانول پيل ،په لنډوخت کې ښه نتيجی به رامنځته کړی ،اوکه هيوادپه يوداهسی ماتيدونکی شرايطوکې دوام او پايښت ومومي ،ددغه پيل نتيجی به هم له منځه ولاړسي .))
دپنتاګون دجــګپوړوچارواکـــوپه حـواله ،دامريکی دهيوادد(۳۰۰) ددريوسووميليونه ډالرو دتسليحاتو
خرڅلاو،اودڅيړنيزی طرحو او وړانديزونودپاره نوری مرستی په نظرکی نيول سويدی،او(۳۲) دوديرش ميليونه ډالره،داساسی قانون داجرااتودترسره کولوپه خاطراودمخدره ټوکيوپه وړاندی په مبارزه کې ،اودوه (۲) ميليونه ډالره دنظامی زده کړی دپاره په پاکستان کې  ترکارلاندی نيول سوی دی .
آنتونى زينى دهغوکسانوله جملی څخه دی، اودی هم وايې چې دپاکستان داردوپه وړاندی بايددتنبهی .ګواښ اوتهديده څخه کاروانه خيستل سی اوپه دی هکله مخالفت کوي اوباوری  دی چې د(۱۹۹۰) ميلادی کال تحريمونه منفی اوتاوانی نتيجی يې رامنځته کړ، دی وايی : ((ديوهيواد واردوته ګواښ اوورباندی تهديدکول اوپرورباندی قهرکيدل ،دسياسي پريکړودرامنځته کولوددليل پربنسټ ،ددوی لخوا ساده اواسانه کار ندی . دی وايی ما کلــونه،کلــونه کله چې  ديوهيواددمشکلاتواوپرابلمــونو اودبـــشری حــقونواو
نورومسائلوپه هکله چې رامنځته کيدل ديونظامی قوماندان په توګه کله چې  می دندی ترسره کول امراوقومانده  می دهغه داردواونظامی ځواکونوپه هکله ما ترلاسه کول .اوياکله چې موږ همداسی کړني به ترسره کول ،دغه کړني په واقعيت کې ددی معنا اومفهوم يې درلود چې ګواکی  موږپرخپل ځان موګولی اوروه ولی دي .))
(۲)
د پاکستان اټومى او‌ذره وی وسلي امريکايی چارواکي يې ناآرامه اوپر ېشانه کړېدى !

           په ملگرو ملتونو کې د امرېکی پخوانى سفېراواستازی  جان بولټن په ټينګارسره وويل:نړېوال امنېتى کارپوهان د پاکستان سياسي ناامنی اوبې ثباتۍ پرېشانه اوناأرامه کړېدى، هغوى سوچ کوى چې ددى بې ثباتى  اونا امنيوپه نتېجه کـــې کيدی سي چې دپاکستان اټـــومى وسلـــې د اسلامـى سخت درېځو اوافراطيو
کړيولاسته ورولوئږی .
د امرېکايو زېات شمېر جګپوړی چارواکى وايي چې د نړۍ نهواعلان شووو اټومى وسله لرونکې  هېوادونه او نااعلان شوو اټومى وسله لرونکي هيوادونه ېوه يې هم دامرېکا چارواکی يې دومره ندی  پرېشانه اونا أرامه کړې لکه په هغه اندازه  چې امريکايی چارواکى يې په واشنگټن کې د پاکستان اټومى او‌ذروي وسلي پرېشانه  اونا أرامه کړېدى.
د پاکستان دخاوری د  سرحدي سيمي ېو ه برخه خاوره دېاغېانواودتريخګروپه  کنترول کې دی .چې دغه پيښه ډېری  اندېښنى  يې په دې اړه رامنځته کړي دي ،اوياداهسى دی رامنځته نه شی چې جنرال پرويز مشرف دی د خپل حکومت او ېا د خپل فوځ کنترول د لاسه ورکړى او دا بې کنترولي  دی د اټومى وسلی توکی او نقشی، پلانونه او داسى  نوروموادو لکه وغنى شويو ېورانېمو ته ور خپره شى.
په ملگرو ملتونو کې د امرېکا پخوانى سفېر جان بولټن د امرېکا دخبرى تلوېزېون سى ان ان CNN- –سره په يوی مرکۍ کې  ووېل: پاکستان په ډېر خطرناک وضعه اوحالت  کې دى.
هغه دامرېکا چارواکي يې ودې ته وهڅول چې د دې نه پرته په نورو مسائلو باندى هم غور وکړى چې په پاکستان کې په دېموکراتېک ډول سره حکومت وشى اودغسی حکومت دی  رامنځته شی .
هغه ووېل چې د پاکستان داټومى وسلي خوندى ساتل دټولومهمو خبرو د لېست په سر کې دی هرومرودغه موضوع  ته په ځير سره وکتل شى.
د پاکستان د اټومى چارو کارپوه انجنېر عبدالقدېرخان لاپخواپه دې باندی اعتراف کړېدى چې هغه اټومى علمی معلوماتونه، وساېل اونور مواد دلېبېا، شمالى کورېا اوداېران وهيوادونوته ورکړی  اود دوی سره يې په دی هکله مرستی کړی دی   .
(۳)
د امريکا د ملي امنيت ستر مشاور وايي:د پاکستان تندلاري د امريکا دپاره خطر دي !
د امريکا د ملي امنيت مشاور سټيفن هيډلي هم څو ورځې مخکې په يوه تلويزيوني خپرونه کې د پاکستان وروستی پيښې يې دتشويش وړ وبلل  او وي ويل چې د امريکا دولت به د نوي استخباراتي رپوټونوترڅيړني  وروسته په راتلونکې اوونۍ کې ددی پيښوپه هکله خپل عکس العمل وښيي.
هغه زياته کړه ((په پاکستان کې ددی  تيرو څومياشتو پيښي د تشويش وړ دي او موږ يې ځواب ورکوو.دا پيښي وموږ ټولو ته را په يادوي چې د تريخگری پر ضد مبارزه يوه اوږده پروسه ده او تر ډيره وخته به له زموږ سره وي .
د امريکا د ملي امنيت مشاور سټيفن هيډلي په دی اړه وايی :په نظرکې دی چې  په همدې راتلوونکوڅوورځو کې و کانگرس ته په وړاندي کيدونکی استخباراتي رپوټونوکې به د پاکستان او دافغانستان تر منځ په سيمو کښې د قوی شوو تريخگرو يادونه وکړي. د جمهوري غوښتونکې سناتور او د وسله وال پوځ د کميټې د غړي جان وارنر په هاند اوسوچ اسامه بن لادن په همدې سيمه کې پټ  اوغلی شوی دی.
هغه وويل، ”موږ ټول بايد تشويش ولرو. پاکستان د يوه نازک سياسي حالت سره مخامخ دی. دجمهوری رياست دپاره ټول تاکنی  نږدې دي او موږ هيله منديو چې پرويزمشرف يې وگټي. په عين حال کې څو ډوله وسله والې ډلې د هغه مخالفت کوي، په داسی حال کی چی پاکستان اټومی وسله هم لري. زما په هاند جمهور رئيس مشرف تر خپله وسه هره څه کوي اوزيارباسی ترځو د بن لادن په نيولو کې هم زموږ هڅو ته لار برابروي او په قوی گمان سره دالقاعدی مشر بن لادن د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدی سيمه کې پټ دی.”
په واشنگټن کې د پاکستان په اړه،دغه خبراتری اوبحثونه په داسې وخت کې صورت ومومی  چې څوورځی مخکې دديره اسمعيل خان په سيمه کې د پوليسو د استخدام په يوه مرکز کې په  يوځانمرگي بريد کې (۲۶) شپږويشت تنه ووژل شول او پنځه ديرش تنه نور ټپيان شول.
د هغې نه وروسته چې د وزيرستان د تندلارو وسله والووياند د حکومت سره د سولې د تړون د ختميدو اعلان وکړاوبيا يې وويل چې  په ځانمرگي بريدونو کې اويا تنه وژل شوي دي. همدارنګه د پاکستان حکومت پر سره جومات باندی د بريد په ترڅ کې د صوبه سرحد زياتره سيمو ته د تاوتريخوالي د مخنيوي دپاره زرگونه ځواکونه ليږلي وه خو د همدی سربارانو او پوليسو نه په دوو ورځو کښې( ۴۴) څلويښت  تنه مړه او تر سلو زيات ټپيان شول. وهمدی ستونزو ته په ژوره کتو سره بايدووايوچې په پاکستانی اولس کې دا تشويشونه مخ په زياتيدو دی او د دې امکان رامنځته سو چې جنرال پرويز مشرف  دی اضطراري اوبيړنی حالت او وضعيت  اعلان کړي او راتلوونکي ټول تاکنی دی  وځنډه وي.
خو سياسي کارپوهان اوڅيړونکی دا هم وايي چي  پرويزمشرف د همدې جنګجالونو له امله د واشنگټن چارواکو ته دا باور ورکولی شي چې د اسلامي نړی د يوازيني اټومي وسلې درلودونکي هيواد دمشرپه توګه، د هغوی کلک پلوي دی .
همدارنګه امريکايی چارواکي څوځلی په پاکستان کی د ترورزم پرموضوع باندی  غونډي کړي دی ،اود تريخگرۍ خلاف نړيوالې جگړه  د ٢٠٠١ ميلادی کال راپه دی خوا دالقاعدی پرضدمبارزه اوجګړه راپيل سويدی ،مګردغه تريخګره ډله هم بي سارې غښتلې شوی ده.
چارواکي د امريکا د ټرورسټي ضد مرکز د راپور پربنسټ وايی ،وروسته له هغه چی د پاکستاني چارواکو او قبايلو ترمنځ تړون لاسليک شوی دی القاعده د پاکستان په شمال لويديزه برخه کې ځالې او پټ ځايونه  يې جوړ کړی دي  .
راپورټونه  څرګنډه وي ،چې د تړون وروسته د قبايلي سيمي څخه د پاکستان د دولت اودحکومت شتون نورپه دی سيمي کښی پای ته رسيدلی دی او په نتيجه کي ودی سيمي ته د ټرورسټانو تګ اوراتگ آزاد شوی دی .
همدارنګه دهغوموثقواورښتينوراپورونواواطلاعاتو پربنسټ  دپاکستان  دولت دا يې منله وو  چې د اټومی انرژۍ وبين المللی سازمان ته يې  زاړه سنترفيوژ برابرکړی  وه اوپه همدی ډول د پاکستان دبهرنی چارو وزير خورشيد قصوری دتير اپريل  په  مياشت کې ،په اسلام ابادکی د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی ويلي يې وو:(( پاکستان د يوه اټومی ،هستوی او ذروی هيواد په توګه د بين المللی وجيـبـی په نظر کی نيولو سره په اصولی توګه پريکړه وکړه چه د اټومی انرژۍ بين المللی سازمان ته زاړه سنترفيوژ برابرکړی ترڅو د ايران د ذروی مسئلی د پلټنی په بهير کی له نوموړی سازمان سره مرسته وکړی.  )) په همدی ډول سره قصوری ويلي يې وه ، ((پاکستان د خپلوذروی جوړښتونو په هکله هيڅ تفتيش ته  به اجازه ور نه کړی ترڅوددوي داټومی اوذروی وسلوڅخه څارنه اوليدنه کتنه وکړی . هغه  دغه خبره هم څرګنده کړی وو چې په اټومـــی اوذروی خـــپرونوکــې پاکستان لاس نه لـــری حال داچـې ددغه پروګرامونوبهيراواړوندڅـــيړنی ونورو
هيوادونوته ورنقل سوی دی  اود پاکستان دولت داټومی او ذروی وسلو د خپرونی په فعاليت کی په روښانه اوښکاره ډول سره  لوی  لاس لري ./

(۴)
پاکستان پر څلوروهیوادونوباندی اټومی تکنالوژۍ خرڅ کړی دی او سربيره پردی هم پاکستانی چارواکی دالقاعده لاس ته د دغه هیواد د اټومی وسلې وروليدل ناشونې کاربولي!

دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې دامريکا ديوی جګپوړی چارواکې دويناپربنسټ  وليکل : چې دامريکی هيواددپاکستان د اټومي،هسټوی او‌دذره وی اډی دوسلو دساتنې دپاره يې يواړين اوسملاسی  پلان په دی اړه جوړکړی دی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وليکل دپاکستان د اټومي هسټوی او‌دذره وی وسلودساتنې عمليات چې دسپينې ماڼۍ د چارواکو دانديښنې سبب ګرځيدلی دى دغه موصوع اوپلان ډېر پيچلي مسئله د ي
همدارنګه دامريکی د مشرانو دجرګې دبهرنيو چارو د اړيکودکميټې غړي سناتور جوزيف بايډن يې هم دپاکستان اټومي اوهستوی وسلودکنترول ،امنيت اودساتنی موضوع په  ټيڼګه  سره انديښمن کړی   ده .
دامريکا دولسمشرۍ په راتلونکو ټول تاکنوکښې دډيموکراټ ګوند نوماندی  سناتور جوزيف بايډن وويل: پاکستان نه يوازې حرارتي اټومي بم لري بلکې داسې توغندي هم لری چې کولاى شي دغه ډول بمونه مديترانې ته ورسوي اودپاکستان دااوسنی ناامنی اوکړګيچن حالت  د دغه مسئلی په هکله  دواشنګټن دانديښنې سبب  ګرځيدلی دي چې داسې دی ونه سی ، چې دغه وسلې په پاکستان کې په دا اوسنی ګډوډۍ او دکړکيچ درامنځته کيدو په بڼه کې دغليمو ډلو لاس ته و رلويږی .
يوه بله  خبره ،هغه  داچې دپاکستان جګپوړوچارواکو، دپاکستان اټومي ټيکنالوژۍ وتريخګرواوو القاعده ته د اړونده ډلو دلاسته رسيدواودلاسته راوړلو په زمينه کې دامريکا دځينو دولتی چارواکو اندېښنه يې بې بنسټه وبلل .
دپاکستان دباندنيوچارود وزارت ويندوى محمد صادق تيره (دوشنبه) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل تريخګرې ډلې دپاکستان داټومي وسلو ومرکزته نفوذ نه شي کولی او دپاکستان اټومي جوړښتونه  ته دالقاعده او نورو تريخګرو ډلو دنفوذ په هکله هر ډول ګومان او اټکل بې ځايه  اوناحقه خبری دى .
دامريکا ځينو چارواکی ويلي دي چې ممکن دپاکستان اټومی اوهستوی وسلې دالقاعده شبکې دغړيوولاس ته ورولويږی  .اوپه  همدې  ډول پاکستان او هم نورهيوادونه په دی باور دی اودا منی چې ددغه هيواد اټومی تکنالوژي همدغسی چې پر شمالي کوريا،ايران،ليبيااوسعودي عربستان هيوادونوباندی  پلورل شوې دی،بيابه زموږدښمنان هم جوړی شوی وسلی  ترلاسه کړی  ،اوهمدارنګه پاکستاني چارواکي پرنوموړی هيوادونوباندی داټومی تکنالوژی دخرڅلاوکار دخپل هيواد داټوم بم دپلار قديرخان  له خوابولی  اووايې چې هغه  په دی کارتورن اوپړ دی .

(۵)
دامريکادجګپوړو چارواکوڅرګندونې اواندېښنه دپاکستان داټومی اوهستوی  وسلو په هکله!

پاتي برخه