کور / z_buitenland_news -- 5 / افغانستان په ايدس د اخته هيوادونو د کورنۍ غړی شو

افغانستان په ايدس د اخته هيوادونو د کورنۍ غړی شو

میرویس جلالزی/بېنوا


د جنگ ځپلي” افغانستان ” د عامی روغتیا وزارت  مامورین وایې هسي خو نوري ناروغۍ لږ وي چې اوس د ایډس ناروغۍ هم دې  اسلامی هیواد ته مخه کړي ده  .د عامی روغتیا وزارت رسمي ارقام ښیي  چې تر اوسه 266 تنه په( اچ ای وی) مثبت وایرس اخته کسان له دوي سره ثبت شوي او ویره لري چې د اخته کسانو شمیره به زرگونو ته رسیږي.


که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نه خو رسمي صحی ارقام موجود وو او نه هم په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیره دومره غټه وه خو د 2001 کال د سپټمبر د پیښو وروسته د ایډس ناروغۍ په افغانستان کې په چټکۍ پر مخ ځي .


عام افغانان د ولس مشر “کرزی “دولت په دې گرم بولي چې یو خو د( اچ ای وی) وایرس په وقایه کې چندان سم ندي ځلېدلي  او بل یې هم په سلگونو بهرنیو میلمستونونو ته اجازه ورکړي چې د پلازمینی په گډون د هیواد په سترو ښارونو کې  فعالیت وکړي .


هغوی وایې په ډیر شمیر دغو میلمستونوو کې چې د ځوانانو پر منځ کې د” گیست هاوس” په نامه مشهور دي ناوړه جنسی معاملی تر سره کیږي او ساتنه یې هم افغان پولیس کوي.


د” نور الدین” په نامه د کابل ښار یو اوسیدونکي بینوا ویب پاڼی ته په داسي حال کې چې د ایدس د نړیوالي ورځي په مناسبت جوړ شوي کمپاین کې ېې برخه اخيستي وه  وویل:” زه قسم خورم چې د وزیراکبرخان مینه په میلمستونو کې بهرنۍ نجوني په کرایه ورکول کیږي او په غټه شمیره دا ډول نجوني د افغانستان له دوست گاونډي هیواد “چین “څخه په کرایه نیول شوي دي .


په اسلامی هیواد افغانستان کې ټول هغه اعمال چې د اسلام دین خلاف وي منع دي خو دا چې امنیتی مامورین او قضایي څانگي له دې میلمستونونو څنگه بې خبره دي په اړه ېې ځینی کابلیان په دې باور دي چې دا ډول میلمستونونه  هغو جهادی قوماندانو پوري اړوند دي چې همدا اوس په لوړو دولتی څوکیو کار کوي .


یوه عامه او نا حل شوي پوښتنه ده چې د (اچ ای وی) په ویروس اخته افغان وگړي  له کوم لوري په دې غټه شمیره “افغانستان” ته راغلی دي په اړه ېې د عامی روغتیا وزارت مامورین په دې باور دي چې دا کسان له گاونډیو هیوادونو لکه هند، پاکستان ، ایران ، تاجکستان او یو شمیر لویدیځو هیوادونو راغلي دي .



که له یوي خوا د( اچ ای وی )په ویروس د اخته کسانو دقیقه شمیره نده معلومه په دې کې د عامی روغتیا وزارت مامورین هم ځان


گرم نه بولي ، ځکه د هیوا ډیري جنوبی سیمي نا امنه دي او هلته طالبان واکمني چلوي خو نړیواله ټولنه باید د دې پټ ترهگر په ځپلو کې له افغان دولت سره کلکه مرسته وکړي .