کندهارمعلولین:د تنخوا د نه ورکړي ترڅنګ مو سپکاوی کیږي
د کندهار معلولين د معاش اخيستلو پر مهال د مامورين د ناسم چلند څخه شکايت کوي.
د کندهار معلولين وايي، چي د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست په چوکاټ کې د افغان معلولينو ټولنې د دوى پر سر تجارت شروع کړى او اصلي معلولينو ته خپل حقوق نه ورکول کېږي.
هغوئ دغه څرګندونې د يوه احتيجاج په ډول رسنيو ته وکړې.
په کندهار کې د تېرو جګړو ترڅنګ روانې جګړې ددې لامل سوي، چي دلته د معلولينو شمېر زرګونو ته ورسېږي.
ددغې ډلې زياتې ښځې، کوچنيان او زاړه وګړي اوس ددې توان نه لري، چي کار وکړي او د خپلي کورنۍ د اقتصاد پېټى يوسي.
د دوى يوه برخه د دولت د بې غورۍ او نه پاملرنې او د زياتو ستونزو له امله مجبور سوي سوالګري وکړي، خو د دوى حقوق د مامورينو په ګډون کمېشنکارانو د فساد او درغليو ښکار ګرځولي دي.
هغوئ، چي په کندهار کې د افغان معلولينو امريت مخې ته راټول سوي وه، وويل، چي په جګړې کې يې د بدن غړي د لاسه ورکړي دي، خو نه يوازې حق يې نه ورکول کېږي، بلکي مامورين ورته سپکي سپوري وايي.
د دوى په وينا، چې واسطه لرونکي او کمېشن کاران بيا بېله ستونزې او نوبت څخه پيسې اخلي، خو بېوزله او ناچارو معلولينو ته د چا پام نه وي.
د معلولينو امريت مخې د معلولينو د ټېل ماټېل په جريان کې مي يو څو مېرمنې ولېدلې، چي د خپلو وارثينو د معاش اخيستلو لپاره راغلي وې.
هغوئ په ژړا او ساندو د ځايي مامورينو په تهديدونکي او سپک کوونکي چلند څخه شکايت کاوه او زياته يې کړه، چي هره مياشت يې مامورين تر اصلي حق کمې پيسې ورکوي.
ددې موضوع په اړه مو د افغان معلولينو د ټولنې همدغه مشر فيض الله عمريار وږغاوه، خو هغه يادې ادعاوي رد کړې.
خو دکندهار د کارټولنیزو ،شهیدانو او معلولینو چارو رئیس نظرعلي قاطع وايې تر ډېره ځایه يې معلولینو ته پر وخت تنخواګاني ورکړي دي،خو زیاتوي چي ددې او معلولینو ته د سپکاوي په برخه کي به پلټني وکړي
د يادوني وړده، چي په کندهار کی هر کال ١٣ زره معلولينو ته کاله ٦٠ زره افغانۍ ورکول کېږي، چي زياتې يې د فساد او درغليو ښکار ګرځي.