کندهار:۲۴وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسدالله زړه سواند | اپریل 10th, 2014


کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د تېري اوونۍ امنيتي لاسته راوړنو په توګه ٢٤ وسلوالو مخالفينو ته د مرګژوبلي تر څنګ د يو شمېر وسلو او مهماتو د نيولو خبر ورکوي.

نن پنجشنبه سمونوال رحمت الله اطرافي د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکزي کي د تېري اوونۍ د امنيتي لاسته راوړنو په توګه د ١٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ١١ د زخمي کېدلو تر څنګ د ګڼو درنو او سپکو وسلو د کشف په اړه يادونه وکړه.

اطرافي وويل، د کندهار ښار تر څنګ په يو شمېر ولسواليو کي د تېري اوونۍ په اوږدو کي د ١٢ ګډو او ١١ ځانګړو تصفيوي عملياتو په ترڅ کي ١٢ تنه وسلوالو مخالفين وژل سوي، ١١ تنه زخمي سوي، ١٢ تنه نيول سوي او ګڼ شمېر وسلې چي له جملي څخه يې ٥ صوبه د ځانمرګي واسکټونه، يوه عراده موټر سايکل، ٦١ کړۍ بېلابېل ماينونه، يو لاسي بم، يوه دانه د ماين پاکۍ اله، ٤٣٧کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، لس کيلو ګرامه وچ باروت، ٤٧ ميتره ثانيه سوز لاين، ١٨ عدده د ماين کانچې، ١٢ دانې د ماين تختې، دوه دانې ريموټ کنټرولونه، يو تخريب سوی اګايز، يو ميل کلاشنکوف، ١٠ ميله ميګاروف تفنګچې، ٥ فيره د راکټ انداز مرمۍ، ١٠٠ فيره د دافع هوا مرمۍ، ١٥٠ فيره د دهشکې مرمۍ کشف او تر لاسه سوي دي.

سمونوال رحمت الله اطرافي يادونه وکړه چي د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کي د پلټنو پر مهال ٢٨ کيلو ګرامه ترياک هم د ملي پوليسو له خوا کشف او نيول سوي دي.

اطرافي وويل، د تېر ي اوونۍ په اوږدوکي يې د امنيت ترڅنګ يوشمېر جنايي پېښي هم درلودلي چي د هغوی له جملې څخه يو تن دقتل، يو تن د وهلو او ټکولو په تور، يو تن هم د محکمي د امر د نه منلو په تور نيول سوي چي اوسمهال د پوښتنو او ګروېږنو لپاره اړوندي څانګي ته سپارل سوي دي .

ښاغلي اطرافي د تېري اوونۍ د ترافيکي عوايدو په اړه هم يادونه وکړه چي ١٥٦٥٠٠ افغانۍ د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحول سوي او همدارنګه د پاسپورټ د عوايدو په توګه ٣٢٥٥٠٠ افغانۍ د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل سوي دي

Copyright Larawbar 2007-2024