په هلمند کي ۱۳وسله والو ته مرګ ژوبله

اسدالله زړه سواند | اپریل 10th, 2014


په هلمند ولایت کي د نښتي پر مهال ۱۳وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هملند چارواکي وايي پرون ناوخته د ملي اردو او وسلوالو طالبانو تر منځ په ګرشک ولسوالۍ کي نښته رامنځ ته سوه چي له امله يې پنځه تنه وسلوال ووژل سوه او اته نور ټپیان سوه
د هلمند ولایت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي په دې نښته کي د ملی اردو سرتیرو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دئ اوښتئ

خبرپاڼه همدارنګه لیکي چي په همدې ورځ په سنگين ولسوالۍ كي د وسلوالو ۴ پټن ځایونه د ملي اردو د ځواكونولخوا ويجاړسوي اوپه بيلابيلوسيموكې يې څلوركړى ماينونه كشف اوشنډ كړي دي
خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024