ویسا:کندهارښاریانو ته باید عامه خدمات زیات سي
په کندهار ښار کي عامه خدمات باید نور هم د ښاریانو لپاره زیات سي
دغه څرګندوني کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د اداري مجلس په اونیزه غونډه کي د دولتي ادارو رئیسانو او امرینو ته د خبرو پر مهال وکړې
د اداري مجلس غونډه چي هره اونۍ پنجشنبه دکندهار والي په مشري جوړيږي پکي د دولتي ادارو رئیسان او امرین ګډون کوي
په دغه اونیز مجلس کي پر مهمو او اړینو موضوعاتو د خبرو او بحث ترڅنګ لازم تصمیمونه نیول کیږي
دکندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا وايې د حمل ۱۶چي په ټول افغانستان کي د ټولټاکنو ملي پروسه په کندهار ولایت کي په خورا بریالي توګه ترسره او پای ته ورسیدل
هغه وايې په دغه پروسه کي د خلګو پراخ ګډون د افغان ځواکونو لخوا امنیت تامینول او وسلوالو ته غاښ ماتونکي ځواب ورکول هغه څه دي چي افغان ولس بریالی او دښمنان ناکام سول
هغه په دې برخه کي له خلګو او امنتي ادارو مننه وکړه چي د ټاکنو پروسه يې بریالی او د سولی او وطن دښمنان يې ناکام کړل
نوموړي په دې برخه کي د رسنیو او په ځانګړي ډول د کندهار راډیو تلوېزیون فعالیتونه د ستایني وړ وبلل او زیاته يې کړه چي ډېر خلګ يې دې پروسې ته راوبلل
دننني اداري مجلس ډېره برخه په ښار کي خلګو ته د عامه خدماتو وړاندي کولو ته ځانګړې سوې وه
لومړۍ موضوع چي د اداري مجلس لخوا پرې خبري وسوې له دوراهي څخه تر نړیوال هوايې ډګر پوری نوی جوړېدونکي سړک دي
د فوایدي عامې رئیس وايې د یاد سړک کار روان دي خو د سړک په مسیر کي د یو شمېر خنډونو شتون ددوی کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي
هغه وايې ټولو کسانو ته يې یوه میاشت وخت ورکړي چي خپل توکي خوندي ځای ته انتقال کړي که ونه سوه ددوي لخوا له منځه وړل کیږي
نوموړي همدارنګه زیاتوي چي دسړک په جوړونه کي که دولتي او یا هم ملکي مځکي راسي نو هیچاته استملاک نه ورکوي
همدا ډول د اداري مجلس په ترڅ کي په ښار کي د عامه تشنابونو جوړل،د نوو جوړېدونکو ودانیو څخه نظارت،د ښار په منځ کي د تیر سوی پاتاب پاکیدل ،او د حمامونه په ګازو تودول هغه څه وه چي د کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا لخوا يې په اړه اړوندو ادارو ته لازمي لارښووني وسوې
ښاغلي ویسا وویل چي په کندهار ښار کي د عامه تشنابونو نشتون هغه لویه ستونزه ده چي د ښار او ښار ته راتلوونکي کسان ورسره لاس او ګریوان دي
هغه وايې ددې ستونزی د لمنځه وړولو لپاره باید د ښاروالي لخوا د نارینه او ښځو لپاره عامه تشنابونه جوړ او پر وخت ته يې مراقیبت وسي
هغه همدارنګه زیاته کړه چي د ښار په منځ کي تیر سوی پاتاب باید پاک سي او د اوبو لګولو ریاست لخوا پکښي اوبه را ایله سي تر څو د ښار د ښکلا د زیاتوالي ترڅنګ د غوماشو په لمنځه وړولو کي هم مثبت رول ولوبوي
نوموړي وايې د هغو ودانیو نظارت هم باید وسي چي په ښار کي نوي جوړیږي تر څو له نقشې او ماستر پلان څخه خلاف ترسره نسي
د ښاروالي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل چي په ښار کي يې په زیات شمېر عامه تشنابونه په بیلابیلو سیمو کي جوړ کړي او څینی هغه یې تر کار لاندي دي،هغه د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه چي د پاتاب د پاکولو لپاره به هم ډېر ژر اقدام وکړي
بلخوا کندهار والي اندیښنه وښودل چي تر اوسه هم دکندهار په یو شمېر حمامونو کي ټېرونه سوځول کیږي چي د چاپیریال د ککړتیا لامل سوی ،چي هغه يې د ژر مخنیوي غوښتنه وکړه
د عامي روغتیا رئیس وايې چي په دې برخه کي يې له خپله اړه کار کړي او ځیني حمامونه د ګاز په سیستم برابري سوي خو د ښاروالي کمزوري اجزاءت يې ددې لامل وبلل چي تر اوسه هم زیات شمېر حمامونه ټیرونه سوځوي چي د چاپیریال د ککړتیا لپاره یو لوی ګواښ دئ
کندهار والي په دې برخه کي د ښاروالي مسېولینو ته دنده وسپارل چي په دې برخه کي لازم اجرات وکړي او د ښار چاپیریال د ککړتیا څخه وساتي
په ورته وخت کي ښاغلی ویسا د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسئولینو ته دنده وسپارل چي د معلولینو ستونزو ته پر وخت پام وکړي او د هغوي ستونزی ورحل کړي
هغه وايې ټول ریاستونه باید خپل کاري پرمختګونه له رسنیو سره شریک او تر خلګو يې ورسوي
د یاد سوي ریاست مسئولین وايې تر خپله وسه يې د معلولینو ستونزی حل کړي ،چي دا مهال ددوی سره ۱۳۶۸۱تنه معلولین ثبت دي او هغوي ټول غواړي چي خپل تنخواګاني واخلي خو دوي نسي کولای چي ټول ته پر یوه وخت تنخواګاني وویشي نو وايې ځکه ځیني کسان د ستونزو یادونه کوي.
باید وویل سي چي د اداري مجلس په وروستیو کي د اقتصاد او عامي روغتیا د ریاستونو لخوا خپل کاري ګزارش د غونډي ګډون والو ته ته وړاندي سو ،چي د ټولو لخوا د ستایني او منني وړ وګرځید