دپاریال خوبونه

د لراوبر اداره | جون 14th, 2008


یم ستومانه بل دیار کې ستا شین خال په خوب کې وینم
چیرته خړو اوبو وړی هغه لال په خوب کې وینم
علم ګل سحربیګا شپه مې ستا له غمه بیا دچرسو چلم ډک کړ
دزړې کلا له بامه زري شال په خوب کې وینم
له دوبۍ تر هندوستانه ،مې هم ستا ولور پوره نه کړ
دپنجاب ګرمیو وسوم،تیرمهال په خوب کې وینم
آبا تیر نه بوړی کوز کړي، دخوښۍ ډزونه وکړي
ستا یې مالګه وي راوړې،شین دسمال په خوب کې وینم
لاس دې سره وي په نکریزو،په پیکي دې دړۍ پورې
چې مې سترګې سره ورشي،بس پاریال په خوب کې وینم
چې ویده شم راشي کیني توتکۍ اروا مې سر ته
رانه ژوند دمینې غواړي، هسې خیال په خوب کې وینم
ژوند نشه دی، که یوخوب دی؟ که دمینې ازموینه ؟
مودې وشوې بې ځوابه دا یوسوال په خوب کې وینم
12/3/1376
پکتیا – زرمت





# پاریال : په غزني اودپکتیا او پکتیکا په ځینو سیمو کې هغې پردې ته پاریال وایي چې دواده په لومړۍ شپه یې ناوې ته دخونې په کونج کې جوړوي ، په ځینو سیمو کې ناوې دری شپې په دې پرده کې ناسته وي.


# دړۍ: دناوې په اوربل او زلفو یو ډول ګلدار ښکلي کاغذونه ټومبي.

Copyright Larawbar 2007-2024