چارواكى: د كندهار بريد د كابل تر هغو ډېر كاميابه وو
ناټو وايي د تېري شپې تر بريد وروسته له ۱۱۰۰ زيات سياسي او جنايي بنديان چي ښځي هم پكښې دي، د كندهار له محبس څخه تښتېدلي دي.
د ناټو ځواكونو وياند جنرال كارلوس برانكو وايي دوى او افغان پوليسو د كندهار د محبس شاوخوا سيمي په دې موخه كلا بندي كړي، چي ګوندي تښتېدلي كسان بيرته ونيسي.
د چارواكو په وينا د تېري شپې ځانمرګي يوازي محبس ته د ننوتلو لار نه ده نړولې، بلكي په عمومي دېوال كي يې يو يو غټ كنډو جوړ كړى چي څوك په اسانه تګ راتګ پرې كولاى سي.
د ناټو وياند كارلوس برانكو وايي طالبانو غوښتل يو ټانكر موټر محبس ته ننباسي، خو دا چي پوليسو يې مخنيوى وكړ، نو بريد كوونكي له دېوال سره وجنګاوه او له امله يې يوه داسي درنه چاودنه رامنځته سوه، چي په تېرو لسو كلونو كي يې سارى نه دئ ليدل سوى.
نيژدې لس كاله مخكي د طالبانو د حكومت پر مهال د طالب مشر ملامحمدعمر د كور مخته هم دې ته ورته يوه چاودنه رامنځته سوې وه، چي له امله يې د ملا بخت محمد او خليفه په نوم د طالب پوليسو دوه مهم قومندانان او په لسونو نور كسان وژل سوي وه.
داسي خبرونه هم خپاره سوي، چي تر موټر بم وروسته دوه نور ځانمرګي بريد كوونكي محبس ته ننوتل چي شاوخوا ۱۵ پوليس يې ووژل او ورپسې تر ۱۵ عرادو پوري پر موټر سيكلانو ناستو طالبانو پر محبس حمله كړې او بنديان يې آزاد كړل.
كه څه هم افغان پوليس د ښار په لوېديځ كي د بنديانو په لټون پسي دي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبريالانو ته وويل، دوى وخت لا خپل كسان تر خپله ځايه رسولي دي.
تر اوسه افغان پوليسو هم د كوم تښتېدلي بندي د بيرته نيولو خبر نه دئ وركړئ.
په جنوب لوېديځه حوزه كي يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي چي د نوم له ښودني يې ډډه كول، د فرانس پريس آژانس ته وويل، چي د تېري شپې بريد تر پخوانيو ډېر بريالى وو.
نوموړي په تېر ژمي كي د كابل د سرينا هوټل او د ثور د اتمي د مراسمو بريدونو ته اشاره وكړه، او ويې ويل كه اوسنى له هغو سره پرتله كړو، نو دا په تمامه مانا له هغو ځني بېل وو.
د كندهار په محبس كي سياسي بنديانو يوه نيمه مياشت مخكي لا له حكومتي چارواكو څخه شكايت كاوه، چي پر دوسيو په عادلانه توګه غور نه كېږي او په دې اړه يې دوې اونۍ د نه خوړلو اعتصاب هم كړى و، چي وروسته له كابل څخه د ولسي جرګې د لېږل سوي پلاوي په منځګړتوب ستونزه اواره سوې وه.