کور / تازه خبرونه / ژورناليستان: د كندهار پوليس ښكنځل كوي

ژورناليستان: د كندهار پوليس ښكنځل كوي


د كندهار محبس ته د پرونۍ پېښي د معلوماتو دپاره ورغلي كندهار مېشتي ژورناليستان شكايت كوي، چي د پوليسو چارواكي نه يوازي دا چي معلومات نه وركوي، بلكي سپكاوى يې هم كوي، چي آن خبره تر ښكنځلو رسېدلې ده.
د كندهار ژورناليستانو تر دې مخكي هم له دولتي چارواكو شكايت كاوه، چي د پېښو پر مهال ورسره سم چلند نه كوي.


Photo



ژورناليستان وايي د كندهار په ټوله اداره كي يوازنى كس چي د پرونۍ پېښي په باب يې د دوى پوښتنو ته پر وخت ځواب ويلى د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزى دئ، خو نور چارواكي په خاص ډول د پوليسو هغې له خبرو پر يوه مخ ډډه كوي.


د دوى په وينا د ژورناليزم اصولو ته په پام سره د احمدولي كرزي څرګندوني يوازي د دوى دپاره كفايت نه كوي، بايد د پوليسو د چارواكو له خولو هم څه وليكل سي.