کور / z_buitenland_news -- 5 / سعودي: د تيلو په را ايستلو كي زياتوب راولي

سعودي: د تيلو په را ايستلو كي زياتوب راولي


د سعودي حكومت اعلان كړى، چي د تيلو په ورځني توليد كي به پنځه لكه بېرله زياتوالى راولي، چي له امله به يې په نړيوالو بازارونو كي د تيلو نرخونه تر يوې كچي راټيټ سي.
د سعودي چارواكو دا پرېكړه په نړۍ كي د تيلو د لوړوالي د مخنيوي په موخه كړې.
سعودي چي د نړۍ په كچه د تيلو دوهم لوى توليدوونكى هيواد دئ، هره ورځ څلورنيوي لكه او پنځوس زره بېرله تېل توليدوي، چي د حكومتي چارواكو په وينا د تيري مياشتې تر هغې يې په ورځني توليد كي درې لكه بېرله زياتوب راوستى دئ او وايي دغه اندازه په ورځ كي تر لس لكه بېرله پوري زياتولاى سي